پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونولسمشر اشرف غني او د غوښو دیوال

ولسمشر اشرف غني او د غوښو دیوال

ګورم چې افغانان خپل نوي جمهور رییس ته بېدرېغه خوشال دي. تر دې حده چې حتی زیاتره مخالفین هم په مدار مدار پرې مینېږي. خو بیروکراسي هم ځان ورسره عیاروي. د دې مافیا مثال د غڼې دی، مثلهم کمثل العنکبوت. له هغې ورځې چې د نوي ولسمشر د بخت ستوري په ځلېدا پیل کړی مافیا ورنه د غوښې دیوال لړ په لړ تاووي. یوه خواخوږي شکایت کاوه: ډیر راباندې ګران دی خو د ده لیدل ګرن شوي دي. ویل چې له اشرف غني نه  د غوښې دیوال تاو شوی. ویل یې چې ده څو ځلي د مشورې د ورکولو تکل کړی خو حتي ټېلفوني هم د ده پغام نه ورسوي. ده ویل چې ویره ده  چې ډر ژر به د غوښې د دیوال نه سد سکندر جوړ شي، غیر له دې درباري مافیا نه به د نور ولس سره د ولسمشر رابطه وشلیږي. مافیا به ورته وطن ګل ګلزار وښیي او دی به هم داسې وانګیري چې نوشیروان عادل دی.

د دې حالت د مخنیوي د پاره زما په خیال یوه لار د ده خپل مهارت دی خلک خو بیځایه ده ته کمپیوټر سری نه وايي. یوه پاڼه یا سایټ دې راوباسی به هغې کې دې د خلکو سره په تماس کې وي. بیشکه به ولسمشر د رالف نېډر سره آشنا وي چې د خلکو مدافع دی. نېډر د خلکو ایمیلونه او فیسبوکي شکایتونه هره ورځ پخپله لولي او رابطه ورسره پالي. ګویا ځان د غوښې په دیوال کې بند نه ساتي. خو پام چې دا کمپیوټر پاڼه د درباریانو په لاس ور نه کړي. که نه اصلاح – انیس ورځپانه او ملي تلویزیون ترې جوړیږې چې یواځې به د ده ثنا او صفت کوي.

استاد سعدالدین شپون

8 COMMENTS

  1. شپون صاحب ستا سیوری دی همیش پر موږ وی

    جمال عبدلناصر په خبله لیکلی چه ځه حیران یدم کله چه می کتل چه د مصر دشاه نه چاپلو سان تاو دی ما ویل چه شاه سترګی نلری که څنګه ؟،نو کله چه قدرت ته ورسیدم هیځ پوه نشوم چه دا خلک مانه ځنګه تاوشول.
    اوس غنی صاحب باید دقت وکی چه ځان باخبر اوساتی چه ساتی به انشالله

    په درناوی

  2. شپون صاحب همداسې یې درواخله! په ځانګړي ډول د دې خاورې د اصلي بچیانو د ژبې په برخه کې، پرون د ښاغلي احمدزي مېرمن هم د دې پر ځای چې هغه لوی ټبر ته د درناوي په موخه د ښځو په یوه غونډه کې خپله له وړاندې لیکل شوی متن په پښتو ولولي د هغه چا په ژبه یې لوست، چې همدې اغلې ته یې خدای مه کړه (دکافرې) خطاب کولو.
    په درنښت
    خان

  3. استاد محترم سلامونه او احترامات می ومنه.د اشرف غنی په انتخاب کی زموژ بیسواده هم کامیاب دی او دی باید 100 مرتبی کامیاب وی.

  4. شاغلی استاد شپون صیب السلام علیکم ورحمته الله و برکاته
    له پاک خدای څخه روغ صورت او دعمر اوږدوالی غواړم!!
    ستاسو د ملغلرو په څیر خو خبری چی د دابی ټوټی په بڼه کی مو ولسمشر اشرف غنی ته واورولی دی ولوستلی .
    که ولسمشر د خپلی ځیرکی په مرسته د کړیدلی و ځوریدلی افغان ولس ریښتیونی او کلک ملاتړ تر لاسه کړی او خپلی ژمنی یو په بل پسی کرار کرار عملی کړی نو د مافیا و قسم خوړلیو مخالفینو هر شوم او کرغیړن پلان به په نطفه کی شنډ شی انشاالله

  5. شپون صیب ستاسو وړاندیز ډیر په ځای او معقول دی خو ماته د پشو او موږک کیسه را یادوی. کوم زړور موږک به پیدا شی چی دا خبره اشرف غنی ته ورسوی او ښاغلی ولسمشر به ځان د خلکو په غوښتنو مصروف کړی. دا ماته ناممکنه ښکاری. فکر کوم دا وړۍ به نوری شړۍ نه شی. ښاغلی ولسمشر کرار کرار له خپلو ملګرو او د افغانستان له اکثریت ولس سره چی دوی ورسره همکاری کړی وه او ښاغلی اشرف غنی یی خپل ولسمشر ټاکلی – فاصله نیسی . د غوښو دیوال هره ورځ قوی کیږی .
    هیله ده چی حد اقل ستاسو وړاندیز ته لږ اعتنا وکړی . مونږ به د ولس غوښتنی دوی سره شریکی کړو او حد اقل خپل تاریخی مسوولیت به مو ادا کړی وی. ستاسو سلامتی او د اوږد مفید او له ویاړه ډک ژوند په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب