پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاد قند د معلومولو لپاره کوچنۍ اله جوړه شوه

د قند د معلومولو لپاره کوچنۍ اله جوړه شوه

تاند- نورتیس الکن شرکت (Novartis’s Alcon) له ګوګل کمپنۍ سره په ګډه اعلان وکړ چې داسي سمارټ یا لمس کېدونکي لینزونه یې جوړ کړي چې په وسیله یې د قند یا شکر ناروغان د خپل بدن قند اندازه کولی شي.

دا سمارټ لینزونه، چې د روان کال په جنورۍ کې یې د جوړېدو اعلان د نوورتیس الکن او ګوګل شرکتونو له لوري شوی و، یوه کوچنۍ اخذه لري چې د سترګو په اوښکه کې موجود قند د یوه نري انتین په وسیله ، چې د انسان د وېښته هومره نری دی، کمپیوټر، ټېلفون، موبایل او نورو د اندروید سیستم لرونکو الو ته لېږدوي.

دا سمارټ لینزونه، پر دې سربېره چې د قند د اندازې په اړه معلومات وړاندې کوي، د کمرو د فوکس په شان کار وکوي.

په بله ژبه دا سمارت لینزونه په اتومات ډول ځان د کاروونکي د سترګو له درجې سره عیاروي، د هغه د طبي عینکو د نومرې مطابق عمل کوي.

د نوورتیس الکن شرکت عمومي رييس جوجیمنز وايي، د طبي موبایل د تکنالوژۍ د ودې لور ته حرکت ناروغانو ته دا اسانتیا برابروي چې په خپله د ځان روغتیايي وضعیت کنټرول کړي.

همداراز له دې لینزونو څخه استفاده د شکر د ناروغانو لګښت کموي.

څه موده مخکې اپل شرکت هم یوه کوچنۍ اله، چې هیلت کیټ (Helathkit) نومېږي، راوایسته. دا اله انسان ته د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات ورکوي.

په دې ډول موبایل کوچنۍ تکنالوژي په چټکه د طبابت په برخه کې د استفادې جوګه کېږي. ښايي په لنډ وخت کې د دا ډول الو او روبوټونو په وسیله د خپل بدن روغتیايي ستونزې په خپله معلومې او درملې کړای شو.

1 COMMENT

  1. اوه بابا له قند نه مو زمونږ زړه تور کړ. ما خو کله نه دي اوریدلي چي دې مرض ته چا قند ویلی وي. شکر ورته وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب