سه شنبه, مې 21, 2024
Homeمقالېپه تا به هم پلار ډزې کړې وي| میوند ـپوهیار

په تا به هم پلار ډزې کړې وي| میوند ـپوهیار

زوی ی ی ی ی دی…. د مور او پلار لپاره دا د هغوي تر ټولو خوږه شیبه وي، پوره پینځه میاشتې به انتظار باسي چې زوی دی او که لور، پروا یې نه کوي چې زوی وي او که لور خو د ټولنې زیاته غوښتنه په پام کې نیسي. موږ چې کله خپلو تر ټولو نږدې ملګرو ته انتظار باسو نو له یو ساعت نه مو زیات طاقت نه وي او په دې یو ساعت کې هم یو شل خو ورته زنګونه وهو او یو شل ورته پیغامونه استوو چې پلانکیه څه شوې، چیرې یې، ډېر ځنډ دې وکړ او داسې نورې د غوسې ډکې ورته وایو. دی د خان زوی لا مالوم نه وي چې مور او پلار خو لا پریږده چې له نیا او نیکه نیولې تر خاله، ماما، کاکا، عمه او داسې نور لرې نږدې یې پټې او ښکاره پوښتنې کوي او ټول ورته په ډیر خوشحالۍ او امیدونو انتظار وي. خدای دې دا نوې ټکنالوژي لري چې څلورو یا پینځو میاشتو ته یې دا اوږد انتظار را نږدې کړی که نه دا خو پوره نه میاشتې وو.  مور دې ورته خدای لري چې پوره نه میاشتې یې ورسره په تکلیف، زجر، درد او احتیاط تیرولې.
وه خاونده! زړه مې… وی خدایه مړه شوم… څه وکړم، اودریږه چې خواښې ته دې ووایم چې څه وایي، مورې، یوه د ګولی به ورته راوړم، اوش کوه زویه دې وخت کې ګولۍ ور نه کړې چې ښه ورته نه ده، وه لورې څه درباندې شوي… لورې دا خو په هرې مور باندې رازي تر څلورو میاشتو پورې وي، اوش کوه لورې چې ګولۍ او یا نور ونه خورې چې نقص به درته وکړي. مور تر نهو میاشتو د دارو تر څنګ له ډیرو نورو شیانو پرهیز وي، دلبدي خو به یې ورکه شي ورو ورو ورته د ملا درد، د سر درد، کم خوني، بې خوبي او داسې نور تکلیفونو سره مخ کیږي چې دا ټول کمبخته زغمي.
پلار خو خیر لږ بیغمه وي خو بیا هم پوره نه میاشتې په تمه وي او د خپل راتلونکي ماشوم چې لا راغلی نه دی د ژوند او نوم په هکله یې فکرونه کوي. د کور نور غړي هم ورته دا چې لا مالوم نه دی) ډیر پام کوي، مه مه جګوه چې دروند دی، زه وریندار ته ډیر کار مه کوه، هم! دا هم وخوره، زه ویده شه،…  دا د خان زوی به چې رازي رازي شپږ شلې نومونه ورته د پلار، مور، نیکه، نیا، او نورو له خوا ټاکل شوي وي. دی خو لا راغلی نه دی چې دومره خلک یې دومره نازوي…  د ده راتګ څومره سخته وي، کله خو داسې هم کیږي چې د زیږیدو پر وخت یې مور له ده څخه قربانه شي او خپلې ټولې هیلې او امیدونه چې دده لپاره یې لیدلي وي ځان سره یې خاورو ته یوسي.
پیدا شو! نه، پیدا شو…. هو! زیری مې درباندې، زیری مې درباندې زوی دې شوی، پلار شوې. پلار چې له ډیرې مودې ورته سترګې په لار وو لویه ساه او شکر وکاږي. خبر به نه وي چې مصرف یې د دې زیري نه شروع شو… سل سل په خپلو کې تقسیم کړی، هم دا سل ته واخله… دا خو کمې دي، زه بابا بس دې دی، مور یې څنګه ده عملیات شوې خو به نه وي.
اوس ورته ټینګ شه دده هر تتی به په لس لس روپیو کې تاووې او په قدر به یې غورځوې…
نه پوهېږم دا دومره هلې ځلې، تکلیفونه، انتظار او خوښي موږ ولې کوو.  زموږ په ټولنه کې ځینې وایی چې د وخته واده کوم چې زوی مې راسره سم رالوی شي او په کار کې راسره مټ شي او یا خو دا چې زه به ورته ناست یم دی به یې راته ګټي. خاورې به دې مټ شي او خاورې به یې درته وګټي. دا خو هسې یو دود دی ځکه موږ باید په خدای متکي وه اوسو نه پر زوی یا لور. صحي دی چې باید ماشومان وزیږوو چې د محمد صل الله علیه وسلم امتیان ډیر شي او پر موږ یې حق کیږي چې تر بلوغه یې پالنه او روزنه وکړو خو دوي دې هم بیا نران شي د پلار او مور حق دې ورکړي. ټولنه کې د مور او پلار پالنې عادت د کمیدو تر څنګ په ځنیو ځاینو کې حتی ورک شوی دی. زوی یا لور دې هغه شیبې یادې کړي چې ماشوم وي او هغه دردونه دې یاد کړي چې د مور په خیټه کې وي او مور یې زغمي. ځکه ماشوم حد اقل تر ۷ کلونو له بیلابیلو ستونزو، اړتیاوو، او بیماریو سره مخ کیږي چې مور او پلار یې په ارت ګوګل تضمین او تمویلوي، دا کار به بل څوک وکړي خو د دغو حالتونو ګالل سخته کار او پرته له دوی یې څوک نه کوي یا یې نه شي کولای. دو زوی یا لور چې ستر شي بیا نو ارتې تڼۍ ګرځي فکر کوي چې دی په همدې حالت پیدا شوی او یا خو یو څو یې ګټلې نه وي، د واره پلار یا مور تانې (طعنې) ورکوي چې خپله یې ګټم او خپله یې څټم، تاسې ماته څه کړي دي او داسې نورې سپکې سپورې یې په بیهوشی کې له خولې وځي او چې تر څو د قرآن دې ټکي ته چې وایي مور او پلار ته حتی د اوف کلمه مه کاروئ ، ته رسیږي د بیرته تګ لاره ترې تر ډیره لرې شوې وي.
د مور او پلار اړیکه له نوڼو او زامنو سره ډیره باریکه وي ، دې باریکۍ ته د ډیرو کمو پام ځوانانو او پیغلو پام کیږي او د چا چې پام کیږي هغه خوشبخته وي. که تاسې له خپل یو ډیر نږدې ملګري سره ډیر په دوستۍ کې پاتې شئ او په منځ کې دې له دوسته یو ناسمه خبره چې یې په ناپامۍ کې درته کړې وي څه احساس او غبرګون به ښیې! هتمن تر ډیره ورڅخه زړه تورن او خپه کیږې، خو مور یا پلار داسې حالتونه ښایي هره شیبه له تاسې څخه وویني، همداسې پر زړه یې تیروي، خدایکه درڅخه ګیله خو لرې ده مروره شي. هی هی، فکر نه کوې چې له داسې یو چا چې غفلت یا واقعیت کې ورته سل خبرې او اوچلي تریووې بیا دې هم په غیږ کې نیسي او پر ټولو داسې تیریږي لکه چې هیڅ هم نه دي شوي، ځاریدل نه دي پکار؟ دا نصیحت نه دی چې زه یې کوم نه صفت دی، د دې نوم کوم بل څه دی چې په زرهاو کتابونه پرې لیکل شوي خو چا یې لا درک نه دی کړی، که زه هم تر ټول عمر ورپسې لیکل کوم نه یې خلاصوی شم.
په هر صورت، زوی دی! ډیره خوږه شیبه ده. دا چې څنګه به وي خدای دې ورسره مل شي. چې څو لوییږي دعا به مو همدا وي چې خدایه! صالح او سالمه یې لوی کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب