یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهقانعلالا نه یې منم ! - عصمت قانع

لالا نه یې منم ! – عصمت قانع

چې وو نه وو یوه کونډه وه ، دکونډې دوه زامن و، کونډې ته یې زړه په خوله کې ورکړی و، هره ورځ به یوله بل سره په جنګ و پرډوډۍ به یې سره شخړه وه پرکاسه به یو دبل په ګریوان کې سره ښکیل و دچایو پر پیاله به یې سره دعوه وه ، یو زوی یې صدک نومیده دابل منډک و صدک پرمنډک مشرو کونډې ته دکلي مجربو نیاګانو وویل چې خواره مه شې ، مشر زوی دې میړانې ته رسیدلی دی ، یو ځای پرپښه کې زولنه ور واچاوه ، په کور کې به یو څه پرسد شي ، له میرمنې به وشرمیږي دناموس حضور به یې له ناندریو او جګړو څخه را وګرځوي ، مشر زوی ته دې واده وکړه کونډې هم پلو پراوږه واخیست په کورنو وتله او ننوتله ، نن ستا لورکتلې سبازما لور ته دخریدار په نظر کتلي بس همدا یې شغل شو ، قسمتونه ازلي دي نه په زور نه په زاري دي ، څه سر دې ګرځوم کونډې دکلي د ژرنده ګړي لور خوښه کړه سپین ږیري په مرکه ورغلل ژرنده ګړی راضي شواو لور یې صدک ته ورکړه ، کال یونیم کال کونډې دولور روپۍ پرې کړې ، دصدک واده شو ، ډلونه او ډمامې وغږیدې ، اتڼونه شول ورا لاړه ناوې راغله ، کونډه داینګور مالکه شوه اوصدک دمیرمنې خاوند شو ، صدک ورو ورو دمسوولیت احساس وکړ او له ګل مرجان سره به یې پر هره خبره پرښکر خټه نه اخیسته ، خو منډک چې په شر او غوبل کې څو ځله ګټه کړې وه ، شریر، نا ارامه ، خدای وهلی ، رسول شرمولی او چاریارو ترټلی اموخته شو ، چې کور ته به راغی سم له واره به له مشر ورور سره په لانجه واوښت ، او هغه دکنړیانو په اصطلاح له جاخو سره لاس او ګریوان شوه ، دکونډې کشر زوی منډک هم میړانې وواهه ، غږ یې دروند شو او کوزه یې پرسر چپه کړه اوس نو دمنډک دشر سرچینه دصدک واده و ، هرځل به یې چې له ورور سره جګړه کوله جګړه او لانجه به یې دصدک په واده باندې توجیه کوله یعنې ویل به یې چې یو ورو زه او یو ورو صدک ، ده ته یې واده وکړ او زه لونډه ګرځم ، دا نو دخدای انصاف دی ، وامخلوقه ! زه ګرم یم که صدک ؟ صدک به ورته ویل چې لږ صبر شه ، خدای به فصلونه ښه کړي ، دبادامو باغ به حاصل وکړي غنم به ډير شي ، شنه شفتله به خرڅه کړو ، پسونه به په بیه ښه شي څو غیرانه به پیدا شي ، تاته به هم واده وکړو ، خو   منډک به ویل چې زه نه غولیږم لالا نه یې منم ، په والله که یې راباندې ومنې ، کونډې او صدک به بیا نرمه غاړه ورسره راواخیسته ، چې منډک جانه تاته به هم واده وکړو ، خو منډک به دواړې پښې دپرتاګه په یوه پایڅه وردننه کړې او مشر ته به یې ویل چې لالا نه یې منم ، خبره لنډه ، کونډه او مشر زوی یې مجبور شول چې پوله او پټی خرڅ کړي او منډک ته کوژده وکړي ، دکوژدې په ورځ دکونډې په کور کې له چمبې سره پیغلو سندرې ویلې ، خلکو کونډې ته د کوژدې مبارکي ویله ، دکونډې په سرای کې شخول پروت و ګڼه ګوڼه وه ، دکوژدې خوشحالي وه میله وه ، په همدې وخت کې صدک منډک ته مخ واړاوه چې منډک جانه اوس خو به منې چې واده درته کوو ، دادی کوژده دې وشوه واده به دې هم وشي خومنډک په تریو تندي ځواب ورکړ ، چې لالا نه یې منم شخړو او لانجو دوام وکړ منډک به پرنه خبره له صدک سره جګړه کوله بالاخره کونډه مجبوره شوه چې لږه نوره ځمکه هم خرڅه کړي او منډک ته واده وکړي ، دواده نیټه را ورسیده دیګونه بار شول له نیږدې او لرې کلیو څخه خلک واده ته را وغوښتل شو ل صدک بیا په فاتحانه لهجه منډک ته وویل چې اوس خو به دې زړه مني چې واده درته کوم دادی دواده ورا دې روانه ده کش او پش دې پټي مې خرڅ کړل او ستا دواده چاره مې پرې وکړه نن دې واده دی خومنډک بیا خپله سرینده وغږوله چې لالا نه یې منم او لالا نه یې منم صدک دکلي له هوښیارانو څخه دلارې چارې دموندلو پوښتنه وکړه ، چې دا سرکوزی خو اوس هم دنه منلو ګردان تکراروي بالاخره دکلي یوه هوښیار سړي صدک ته مشوره ورکړه چې دوصال په شپه دې دورور په کوټه کې چیرته پټ شه کله چې منډک دوصال حالت ته ورسیده نو ټینګ یې تر څټ ونیسه او ورته ووایه چې بچوخانه اوس یې منې که نه منې ؟

هماغه وچې صدک د هوښیار سړي په وینا عمل وکړ او دکوټې په یوه ګوښه کې پټ شو کله چې منډک له خپلې ناوې سره دکور والي په حالت کې جذباتي شو او دشهوت ځګیروي یې دکوټې دصحن چوپه فضا ماته کړه ، نو صدک ورمنډه کړه منډک یې ترڅټ ونیوه او نعره یې کړه چې سرکوزیه اوس یې منې که نه منې ،چې تاته مې هم واده وکړ منډک چې دشهوت ناکرارو لحظو په لړزیدو راوستی و دشهوت په ځګیروي کې یې په ریږدیدونکي اواز سره وویل چې لالا منم لالامنم … خبره تر ډاکټر عبدالله پورې کوم ډاکټر وایي چې زه یې نه منم دده دعوا پرپاچاهي نه ده پرهغه ګټه ده چې تیر ځل یې له کرزي او یوناما څخه ترلاسه کړې وه یعنې میلیونونه ډالر داځل هم پاچاهي نه غواړي ډالري بکسونه غواړي نیږدې ده چې یوناما او ارګ ډیر ژر په مجربه ډالري نسخه دعبدالله دنه منلو مرض تداوي کړي . کاش کې څوک پیدا شي چې دډالرو دحصول په وخت کې دجګړې دناروا فرهنګ د غه معتاد لوبغاړی تر څټ ونیسي او ورته ووایي چې خانه منې که یې نه منې ، عبدالله پخپله هم پوهیږي چې ارګ او عبدالله ډیر سره لرې دي دنه منلو ګردان ددې لپاره تکراریږي چې یو څو غیرانه ترلاسه کړي او غیرانونه دوی پخوا هم اخیستي و جګړه دغیران لپاره ده ، شخړه دغیران لپاره ده او دنه منلو ګردان د غیران لپاره دی .

4 COMMENTS

  1. قانع صاحب سلامونه به مطې ومنې!
    زه د افغان لیکوالانو نږدې ټولو لیکنو کې دغه دوه کلمې په بیا بیا لولم جې یوه یئ متاسفانه ده او بله یې و‌ء نه وء (حمزه زما ذوق و ګڼه). دا دواړه کلمې په پښتو کې نه وې خو په دا وروستیو وختونو کې له هرې بلې کلمې ډېرې او بې له اءتیا کارول کېږې. زما باور لرک چې له اړتیا پرته پور اخیستل اخلاقي کار نه دي، او که اخلاقمن سړی بیا داسې م
    کار کوي نو مانا دا چې له خپله جبه خبر نه دی.
    له بده مرغه زمونږډېره کی پښتانه په دغه ناوړه رنځ اخته دي او که یو نیم سړی په دې اړه ورته څه وايي دوی يې نه اورې. څکه نو زما پر خبرې غور وکړه. ګونې د ستا په شان لیکوالانو پاملرنه نوو څوانانو ته ماډل یا سرمشق سي. دا دوه کلمې په لاندې ډول دي: یوه (خواشيني یا درېغا) اوبله (نو نو) ده. لکه نو نو یو باچاء و‌ء.
    ددوزخ دژبې دجنتي کولو په هیله
    تفسیر خان غاور

  2. قانع صاحب سلامونه به مطې ومنې!
    زه د افغان لیکوالانو نږدې ټولو لیکنو کې دغه دوه کلمې په بیا بیا لولم جې یوه یئ متاسفانه ده او بله یې و‌ء نه وء (حمزه زما ذوق و ګڼه). دا دواړه کلمې په پښتو کې نه وې خو په دا وروستیو وختونو کې له هرې بلې کلمې ډېرې او بې له اءتیا کارول کېږې. زما باور لرم چې له اړتیا پرته پور اخیستل اخلاقي کار نه دي، او که اخلاقمن سړی بیا داسې م
    کار کوي نو مانا دا چې له خپله جبه خبر نه دی.
    له بده مرغه زمونږډېره کی پښتانه په دغه ناوړه رنځ اخته دي او که یو نیم سړی په دې اړه ورته څه وايي دوی يې نه اورې. څکه نو زما پر خبرې غور وکړه. ګونې د ستا په شان لیکوالانو پاملرنه نوو څوانانو ته ماډل یا سرمشق سي. دا دوه کلمې په لاندې ډول دي: یوه (خواشيني یا درېغا) اوبله (نو نو) ده. لکه نو نو یو باچاء و‌ء.
    ددوزخ دژبې دجنتي کولو په هیله
    تفسیر خان غاور

  3. ښاغلی تفسیرخان غاور، خبره مو په ګل بدله. که تاسو له خپلې انۍ نه کومه کیسه اورېدلې وي هغې به خامخا درته په [ (وه نه وه) یو پاچا/ملنګ/دهقان/شپون/دېو/شیشکه/………..وه/ یا یو وخت په یوه ځای کې یو پاچا/ملنګ/دېو…..وه] پیل کړې وي او دا نه یوازې په پښتو بلکه په نورو ژبو کې هم شته لکه په پاړسو کې بود نه بود….. یا په انګلیسي کې ونس اپ آن ا ټایم….بل هم د متاسفانه يا په تاسف سره یا له بده بخته…. دا عادي مفغنې یا افغاني شوې کلمې دي چې په پښتو ادبیاتو کې کارول کیږي. تاسو ته زما مشوره دا ده چې خپله املا او انشاء باندې یو څه کار وکړئ او سم چې ښه شوئ بیا پښتو ادبیاتو ته مخه کړئ او پخوانۍ او اوسنۍ کیسې ولولئ…. درېیم ټکی د قانع صیب کیسه ده، د ده دا کیسه د ملایانو خبره له مقتضی حال سره نه یوازې سر بلکه بېخ هم لګوي.

  4. فکر کوم تفسیر خان غاور غواړی پدی کیسی سره د خلکو فکر بلی خواته واړوی. د قانع صاحب په متن کی هیڅ کمبود او نقص نشته . که سل کاله نور هم پښتو ولیکم دهغه ځای ته نشم رسیدلی.
    پاته شوه د ګل مرجان او لالا چی نه یی منی. بیا هم د قدرمن قانع صاحب برداشت بیخی درست دی . ګل مرجان پوه شوی چی کامیابی او بری نه لری نو راځه هلکه لږ خو له دالرو نه څکه وکړه او دا آخری چانس دی بیابه د ګل مرجان نوم د تاریخ له پاڼو هم وغورځی. بل دا چی هر مظاهره چی ته د ورځی 300 افغانی ورکول هم زور غواړی او نه چی سبا ایران دا پيسی بیرته ونه غواړی نو بیا به څه کوی. نو تر ټولو ښه لار یی همدا لاپی شاپی او پټکی دی. وبه ګورو چی څه کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب