تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۷ مه) د پاکستان سترې محکمې په یوه لیکلي حکم کې امر کړی چې د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د طبي معاینې او درملنې لپاره دې نوموړی په راتلونکو دوو ورځو کې د اسلاماباد شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي.
محکمې ویلي، په روغتون کې دې د متخصصو ډاکټرانو یو طبي پلاوی جوړ شي چې ډاکتر، عمومي جراح، د داخله ناروغیو متخصص، د سترګو متخصص او د زړه متخصص پکې شامل وي.
سترې محکمې ډاکټر فیصل سلطان او د عمران خان خور، ډاکټره عظمیٰ خان، ته هم اجازه ورکړې چې د هغه د طبي معاینې او درملنې په بهیر کې ګډون وکړي.
د محکمې د حکم له مخې، په شفا نړیوال روغتون کې د عمران خان د درملنې او طبي خدماتو ټول لګښتونه به خپله عمران خان یا د هغه کورنۍ ورکوي.
محکمې همداراز امر کړی چې د عمران خان کورنۍ ته دې په اوونۍ کې یو ځل د هغه د لیدنې اجازه ورکړل شي او نوموړي ته دې له خپلو زامنو سره په اوونۍ کې دوه ځله د ټیلیفون له لارې د خبرو زمینه برابره شي.
سترې محکمې د هغه د نیول کېدو له ورځې څخه تر اوسه پورې د عمران خان ټول طبي اسناد او د معایناتو راپورونه هم غوښتي دي. همداراز له تېرو درېیو میاشتو راهیسې له عمران خان سره د هغه د کورنۍ او وکیلانو د ترسره شویو لیدنو بشپړ جزئیات یې هم غوښتې دي.
محکمې د عمران خان پر ضد د ټولو قضیو، نیونو، روانو محاکمو او محکومیتونو بشپړ معلومات هم غوښتي دي.
د محکمې راتلونکې غونډه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۱۶مه ټاکل شوې ده.
محکمې دا پرېکړه په داسي وخت کې کړې چې عمران خان سخت ناروغ دی او ګومان کېږي چې واکمنان نه غواړي چې نوموړی په بند کې ومري.