Homeخبرونهجرمني یو ۲۵ کلن افغان په عمري بند محکوم کړی

جرمني یو ۲۵ کلن افغان په عمري بند محکوم کړی

تاند (پنجشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه) د جرمني د بایرن ایالت د مونیخ عالي محکمې یو ۲۵ کلن افغان کډوال په عمري بند محکوم کړ.

رسنیو په خپلو راپورونو کې دغه کډوال فرهاد یاد کړی دی.

راپورونه وایي چې، فرهاد د دوو کسانو د وژنې، د ۲۳ نورو د وژلو د هڅې او ۲۲ نورو کسانو ته د خطرناکو بدني ټپونو اړولو په جرم پر عمري بند محکوم کړی دی.

د محکمې د پرېکړې له مخې، هغه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې په مونیخ ښار کې خپل موټر د یوې اعتراضي غونډې پر ګډونوالو ور خیژولی و چې، په پایله کې یوه ۳۷ کلنه ښځه او د هغې دوه کلن ماشوم ووژل شول او له ۴۰ زیات کسان ټپیان شول.

محکمې ویلي، د جرم د ځانګړي جدیت له امله به د هغه لپاره ۱۵ کلونو وروسته د مشروطې آزادۍ ترلاسه کول هم ډېر ستونزمن وي.

کارپوهان وایي، دا ډول پېښې د افغان کډوالو پر ټولنیز حیثیت، د هغوی د منلو پر بهیر او د کډوالۍ پر سیاسي بحثونو منفي اغېز کولی شي.

د دوی په وینا دا ډول پېښې په ځانګړي ډول، ښايي د افغان کډوالو پر وړاندې د عامه افکارو حساسیت او د امنیتي اقداماتو غوښتنې زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...