تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۲ مه) د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر د پارلماني ټاکنو د دوهم پړاو رایه اچونه پای ته رسېدلې، خو په مظفراباد کې د انتخاباتو د شفافیت په اړه اعتراضونه او د سیاسي ګوندونو ترمنځ لفظي شخړې دوام لري.
د پاکستان پیپلز ګوند د انتخاباتو په ترڅ کې د پراخو درغلیو ادعا کړې او ویلي یې دي چې لسګونو مرکزونو ته انتخاباتي کارکوونکي پر خپل وخت ونه رسېدل، چې له امله یې رایه ورکوونکي له ستونزو سره مخ شول او ګڼ کسان ونه توانېدل چې خپله رایه وکاروي. ګوند غوښتنه کړې چې د اغېزمنو مرکزونو د رایې ورکولو وخت وغځول شي او د اداري بېغورۍ په اړه دې پلټنې وشي.
پیپلز ګوند همداراز د انتخاباتو کمېسیون ته رسمي شکایت سپارلی او ادعا یې کړې چې په ځینو سیمو کې د ټاکنو بهیر شفاف نه و او د دوی شکایتونو ته لازم ځواب نه دی ورکړل شوی.
بل لور ته، مسلم لیګ (ن) د درغلیو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پیپلز ګوند د خپلې احتمالي ماتې د پټولو لپاره بېبنسټه ادعاوې کوي. د دغه ګوند مشرانو ټینګار کړی چې ټاکنې د قانون له مخې ترسره شوې دي.
سره له دې چې د رایې ورکولو بهیر پای ته رسېدلی، په مظفراباد کې د سیاسي کړکېچ فضا لا هم دوام لري او د انتخاباتو د پایلو تر اعلان مخکې د درغلیو په اړه لانجه د دواړو لویو سیاسي ګوندونو ترمنځ لا پسې پراخه شوې ده.