تاند (دوشنبه، د زمريږ اسد ۱۲ مه) اوپن اېآی ویلي چې د روانو څېړنو په ترځ کې یې داسې نور شواهد موندلي چې ښيي د دې شرکت د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ځینو اتوماتو اجزاوو یا ایجنټانو هڅه کړې وه له هغه محدود ازمیښتي چاپېریال څخه ووځي، چې یوازې د ازموینې لپاره ځانګړی شوی و.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا څېړنې د جولای په میاشت کې د هګنګ فېس (Hugging Face) له امنیتي پېښې وروسته پیل شوې. د شرکت په وینا، تر اوسه داسې هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی چې کوم AI ایجنټ دې د اوپن اېآی له داخلي شبکې بهر وتلی وي، او ټولې ثبت شوې پېښې محدودې وې.
اوپن اېآی ویلي، د هګنګ فېس د پېښې ترڅنګ یې د خپلو AI ماډلونو نور فعالیتونه هم ارزولي، څو معلومه کړي چې ورته نورې پېښې هم شوې که نه.
سرچینې وایي، شرکت هغه مهال خپلې پلټنې نورې هم پراخې کړې چې سیال شرکت انتروپیک (Anthropic) هم اعلان وکړ، د دوی AI ماډلونه له اپرېل راهیسې د درېیو بېلابېلو شرکتونو په امنیتي پېښو کې ښکېل وو.
د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت متخصصان وایي، دا پېښې ښيي چې که څه هم شرکتونه ډېر ځواکمن AI سیسټمونه جوړوي، خو د هغوی پر فعالیتونو بشپړ کنټرول او دوامداره څارنه ورځ تر بلې ستره ننګونه ګرځي.
د کېمبرېج پوهنتون «د بشریت د شتون د خطرونو د څېړنې مرکز» ریاضيپوه موریس کیوډو ویلي، د AI ټکنالوژۍ پرمختګ د امنیتي تدابیرو پرتله ډېر چټک دی. د هغه په وینا، د دې ټکنالوژۍ جوړوونکي باید د خوندي څارنې او مسوولانه کارونې ډاډ هم ورکړي.
د راپور له مخې، لا هم څرګنده نه ده چې په دغو څېړنو کې ټولې څو پېښې ثبت شوې دي. اوپن اېآی او بهرني متخصصان د کال له پیل راهیسې ثبت شوي لاګونه او معلومات ارزوي، څو د پېښو بشپړ حقیقت معلوم کړي.
د دغو پېښو له خپرېدو وروسته، په امریکا او اروپا کې پر مصنوعي ځیرکتیا د سختې حکومتي څارنې او نویو قوانینو غوښتنې زیاتې شوې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت د AI د کنټرول لپاره پر بېلابېلو اقداماتو غور کوي.
همداراز، اروپايي کمېسیون تایید کړې چې د دغو امنیتي پېښو په اړه یې له اوپن اېآی او انتروپیک سره خبرې کړې دي.
د امریکا د سنا جرګې د استخباراتو د کمېټې غړي مارک وارنر ویلي، وروستۍ پېښې ښيي چې د پرمختللو AI ماډلونو لپاره د لازمي امنیتي ازموینو او قانوني چوکاټ رامنځته کول ضروري دي.