تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) کډوال او د بشري حقونو فعالان اندېښمن دي چې د امریکا فدرالي حکومت ښايي د سلګونو افغانانو مرکې پیل کړي، او وېره لري چې د کډوالۍ چارواکو له خوا راټولېدونکي حساس معلومات به په راتلونکي کې د ایستلو (ډیپورټ) د پرېکړو لپاره وکارول شي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د کډوالو د بیا مېشتولو دفتر (Office of Refugee Resettlement – ORR) غواړي له شاوخوا ۸۰۰ افغانانو سره، چې امریکا ته انتقال شوي، مرکې وکړي. دا اداره وايي دا د «هوساینې نوښت» (Wellbeing Initiative) برخه ده او موخه یې دا ده چې د هغو افغان کډوالو ګډې ستونزې وارزوي چې ښايي له سختو او زیانمنوونکو شرایطو سره مخامخ وي.
د هغه برېښنالیک پر اساس، چې د واشنګټن پوسټ د جولای په ۱۴مه نېټه یترلاسه کړی، په دې مرکو کې له ګډونوالو څخه د دوی د هویت، له امریکایي ټولنې سره د عیارېدو (ادغام)، او د کورنۍ د هر غړي د کډوالۍ د وضعیت په اړه پوښتنې کېږي.
همداراز، په پوښتنلیک کې ویل شوي چې ځوابونه پټ (Anonymous) نه دي او ورکړل شوي معلومات ښايي تر ۱۵ کلونو پورې وساتل شي.
د افغانانو د ملاتړ یوې ډلې #AfghanEvac ویلي چې دا تلیفوني مرکې ښايي لا دمخه پیل شوې وي.
د دې ډلې بنسټګر شان وانډایور (Sean VanDiver) ویلي، ښايي مرکې د همدې اوونۍ د پنجشنبې له ورځې پیل شوې وي. هغه وویل لا روښانه نه ده چې راټولېدونکي معلومات به څنګه وکارول شي، خو د افغان کډوالو د نازک قانوني وضعیت له امله دا موضوع د اندېښنې وړ ده.
وانډایور وویل: «دوی د دې کار لپاره هېڅ ښه دلیل نه لري. دوی د افغانانو د هوساینې پروا نه لري. تر اوسه پورې د دې ادارې هر اقدام افغانانو ته زیان رسولی او هڅه یې کړې چې له هېواده یې وباسي.»
د کډوالو د ملاتړ سازمان HIAS اجرائیه مشرې بېت اوپنهایم (Beth Oppenheim) هم وویل:
«دا هغه خلک دي چې نژدې ټولې قانوني لارې ورباندې تړل شوې دي او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو هیله یې ورځ تر بلې کمه شوې ده.»
هغې زیاته کړه: «د دوی هره شېبه له ناڅرګندتیا ډکه ده، او دا مرکې ښايي لا ډېره وېره او اندېښنه رامنځته کړي. موږ غواړو هر څوک چې دې هېواد ته راځي، ځان خوندي احساس کړي.»
وانډایور دا ادعا هم وکړه چې د حکومت دننه ځینو سرچینو ورته ویلي، د دې مرکو تر شا «ناوړه هدفونه» شته.
د حکومت ځواب
د امریکا د ماشومانو او کورنیو ادارې (Administration for Children and Families)، چې ORR یې تر چتر لاندې فعالیت کوي، ویلي:
«ORR هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، هغه کسان چې د امریکايي مالیه ورکوونکو په پیسو تمویلېدونکي خدمتونه ترلاسه کوي، واقعاً ورته اړتیا لري.»
ادارې زیاته کړه چې له مستحقو کسانو سره د اړیکو نیولو او د خدمتونو رسولو هڅې دوام لري؛ او ORR له فدرالي قانون پلي کوونکو ادارو سره نژدې همکاري کوي؛ که د کوم کس پر ضد د جرمي فعالیت شک موجود وي، د قانون له مخې اړ دي چې اړوند معلومات شریک کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د ټرمپ د ادارې پر سیاستونو نیوکې
د افغانانو د حقونو مدافعانو ویلي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې په وروستیو شاوخوا اتلسو میاشتو کې پر افغانانو ګڼ محدودیتونه لګولي، لکه؛ د ډېرو هېوادونو لپاره د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام کنګلول، د افغانانو څخه د لنډمهال خوندي وضعیت (TPS) لغوه کول، افغانانو ته د نویو ویزو ځنډول او له افغانستان څخه امریکا ته د سفر بندیز.
په قطر کې د افغانانو نامعلوم برخلیک
سپینې ماڼۍ هم له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغانان د قطر د کډوالو په یوه مرکز کې له نامعلوم برخلیک سره پرېښي دي.
دا کسان د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته د بایډن ادارې له خوا قطر ته انتقال شوي وو، څو وروسته امریکا ته ولېږدول شي، ځکه هغوی له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې دا وړاندیز هم کړی چې دا کسان د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واستول شي.
متقاعد امریکایي سمندري سرتېري شان جمشید، چې ورور یې په همدې مرکز کې و، ویلي: «کنشاسا به ښايي هغه په لومړۍ ورځ ونه وژني، خو د بهرنیو چارو وزارت پوهېږي چې هلته نه د ده لپاره ټولنه شته، نه قانوني حیثیت او نه هم ریښتینی خوندیتوب. دوی داسې انتخاب وړاندې کوي چې پوهېږي رد به شي، یوازې د دې لپاره چې ووايي موږ هڅه وکړه. دا اصلي انتخاب نه دی، دا تګلاره نه ده، بلکې یوازې یوه سیاسي ننداره ده.»
د توقیف په مرکزونو کې د افغانانو وضعیت
د بشري حقونو فعالانو د ټرمپ اداره تورنه کړې چې د توقیف په مرکزونو کې له افغانانو سره هم ناسم چلند کوي.
د روان کال په مارچ میاشت کې محمد نذبر پکتیاوال، چې له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې وه، د کډوالۍ او ګمرک د پلي کولو ادارې (ICE) توقیف ته له داخلېدو یوازې یوه ورځ وروسته ومړ.
د هغه د مړینې سند ښيي چې د مړینې علت د یوه نامعلوم درمل یا مادې له امله رامنځته شوی شدید حساسیت (Adverse Drug Reaction) و.
د هغه کورنۍ په یوه بیان کې ویلي:
«موږ نه پوهېږو چې څنګه یو روغ ۴۱ کلن سړی، چې د امریکا د حکومت تر ساتنې لاندې و، په دې ډول مړ شو. موږ ډېرې پوښتنې لرو، خو نژدې هېڅ ځواب نه لرو. نذیر یو انسان و، خلکو ورسره مینه لرله او لا هم یې لري. هغه تر دې ډېر ارزښت درلود چې یوازې په یوه جمله کې یاد شي.»
د واشنګټن پوسټ او انډیپندنټ ورځپاڼو د راپور پر اساس