Homeخبرونهنوې څېړنې: ډاروونکي فلمونه کېدای شي د اضطراب لپاره درملنه وي

نوې څېړنې: ډاروونکي فلمونه کېدای شي د اضطراب لپاره درملنه وي

د ارسطو له وخته تر ننه فیلسوفانو او څېړونکو ته دا یوه معما وه چې ولې ډیری انسانان له بیروونکو صحنو یا فلمونو خوند اخلي.

نوې څېړنې ښيي چې ډاروونکي فلمونه کېدای شي د اضطراب لپاره درملنه وي.

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) که څه هم هغه فلمونه، چې چیغې، وینې او بوږنوونکې صحنې لري، بېروونکي دي، خو نوې څېړنې ښيي چې همدا فلمونه د اضطراب لرونکو کسانو پر ذهن مثبت اغېز کولای شي.

دا پوښتنه چې ولې انسان له هغه شي څخه چې بېریږي، بیا هم خوند اخلي؟ دا پوښتنه له ارسطو څخه تر نن ورځې پورې د فیلسوفانو لپاره یوه معما وه. ارواپوهان وايي، ځواب له بې باورۍ یا نامعلوم حالت او اضطراب سره د انسان د دماغ د مقابلې په طریقه کې دی.

کنټرول شوې وېره، د دماغ تمرین

د انسان ذهن یا دماغ په طبیعي ډول هڅه کوي چې په خیال کې د خطرونو په جوړولو سره حقیقي خطرونو ته ځان چمتو کړي. له همدې کبله، په فلمونو کې کنټرول شوې ویره د ذهن لپاره یو ډول تمرین دی چې انسان د ریښتینو ستونزمنو حالاتو لپاره چمتو کوي.

د اریزونا د ایالتي پوهنتون د ارواپوه کولتان سکریونر  څېړنې ښيي چې د ډاروونکو فلمونو مینه‌وال د کرونا وبا په شان په بحراني حالاتو کې د نورو خلکو پرتله لوړه روحیه او مقاومت لري.

هغه د بېروونکو ‌فلمونو لیدونکي په درې ډلو وېشي:

۱- هیجان‌پال – هغه کسان چې د ادرنالین له لوړوالي څخه خوند اخلي.

۲- سپین‌موټي – هغه کسان چې پر ویره غلبه د قدرت او ځواکمنۍ احساس ورکوي.

۳- مقابله کوونکي – هغه کسان چې وېره د واقعي اضطرابونو د کنټرول وسیله ګڼي.

د موناش پوهنتون څېړونکی، مارک میلر، وایي چې د انسان ذهن د «پیشبینۍ د انجن» په څېر عمل کوي. کله چې یو څوک په خوندي چاپېریال کې وېره تجربه کوي، دماغ یې د راتلونکو احتمالي خطرونو لپاره د عکس‌العمل ښه بدیلونه جوړوي.

په دې لیدلوري کې، ډاروونکی فلم یو ډول ذهني لوبه ده:
انسان وېره تجربه کوي، بیا یې مهاروي— بې له دې چې په رښتیا له خطر سره مخامخ شي.

د وخت په تېرېدو، دا تکراري تجربه د انسان د احساساتو د کنټرول او د فشار د حالاتو د زغملو وړتیا لوړوي.

د ماشومانو لپاره هم اغېزمنه طریقه

په هالنډ کې په یوه بله څېړنه کې، د «مایندلایت» په نوم یوې کمپیوټري لوبې، چې د مغزي څپو د ثبت وسایل او د وېرې فضا کاروي، بېلابېلو ماشومانو ته تمرین ورکړ چې څنګه د وېرې په وخت کې خپل ذهن ارام کړي. پایلې یې له کلاسیکو سلوکي درملنو سره برابرې وې.

سکریونر وايي چې فلمونه او د وېرې کیسې همدا رول لوبولی شي؛ یعنې د کنټرول شوې وېرې خوندي تجربه چې ذهن د ځان د کنټرول تمرین پرې کوي او اضطراب کموي.

نو، که څه هم بیروونکي فلمونه د زړونو درزا ډیروي، خو په پای کې دماغ لا ارامولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...