پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeمقالېسوله د طالب لپاره طلایي چانس |غورځنگ سیال

سوله د طالب لپاره طلایي چانس |غورځنگ سیال

سوله ھغه خوندورہ کلیمه دہ چې د دنیا ھیڅ یو انسان ورسرہ په ظاھري ډول مخالفت نشي څرگندولای، سوله د افغانانو ھغه دایمي غوښتنه دہ چې د لسیزو را په دېخوا د ھسک خدای په دربار، جومات، زیارت، ټوتکو او کېدای شي په خرافاتو لا غوښتل شوې وي؛ خو له بدہ بخښته چې افغانان لکه یعقوب ع ړ‎اندہ شول خو یوسف ع په لاس نه ورځي.

ھوکی افغانان سولې ته داسې اړ‎تیا لري لکه انسانان چې آکسیجن ته اړ‎تیا لري او د آکسیجن په ارزښت ھغه وخت انسان پوھېږ‎ي کله چې آکسیجن نه وي؛ مونږ‎ کټ مټ ھمدا اوس او تېرې نږ‎دې څلورنیمې لسیزې د سولې او ثبات څخه بې برخې او د جنگ په سرو لمبو کې لولپه کېږ‎و؟

روان جنگ را څخه د انسانانو فزیکي شتون ترڅنگ معونیات او ھغه څه چې یو انسان او بیا په ځلانگړ‎ي توگه مسلمان ته ښایي تروړ‎لي دي؟

مونږ‎ ھر ھغه ظلم، ناروا، تعدا او جبر پر خپل ورور، ھم وطن او مسلمان باندې وکړ‎، چې شاید د دنیا نور انسانان به یې پر حیواناتو ھم ونه کړ‎ي.

د مړ‎ي نڅول، د ژوندي انسان په سر کې د میخونو ټکوھل، د ژوندي انسان نه د بدن غړ‎ي پرېکول، په ځان پورې د بمونو ټړ‎ل او د نورو منځ کې ځانوژنه کول، پر بې گناہ انسانانو د بمونو ورغورځول او بې بېگناہ انسانانو ته په لارو گودرو کې د بمونو پټول او د ھغوی الوزول ھغه تجربې وې چې ومو کړ‎ې.

ھو دا اوس په سر سترگو منو چې په افغانستان کې پیل شوې جگړ‎ہ د اسلام او کفر نه، د غلیم پر وړ‎اندې جھاد نه بلکه د نورو د گټو جگړ‎ہ وہ، چې له بدہ بخته ټوپک یې زمونږ‎ پر اوږ‎و سپور و او د خپل ورور په وژلو مو د غلیم، متجاوز او نورو د سترۍ کولو تندہ ماتوله، په دغه ستر حقیقت او نه پټېدونکي تاریخي واقعیت اوس شکر الحمد لله ټول افغانان پوھېږ‎ي.

د ھغو بې خبرہ افغانانو جھاد او مجاھدت دې خدای پاک په خپل دربار کې قبول کړ‎ي، چې د مشرانو له تورو او شومو موخو په ناخبرۍ کې وژل شوی او کونډہ، یتیم بچیان یې اوس یا د پردیو مزدوري کوي او یا ھم سوال ټولوي، خو مشران یې د پیسو او پردیو مالونو په خوراک سرہ نور چاودون ته جوړ‎ دي.

راځم خپل اصلي مطلب ته!
د امریکا جگړ‎ہ په ھېواد کې د گټو جگړ‎ہ دہ، نه غواړ‎ي چې داسې په اسانۍ سرہ یې پایته ورسوي۰.

خو که چېرې افغان مشران ھوښیاري وکړ‎ي، پر وطن زړ‎ہ وسوزي او د خپل تاریخ جوړ‎ونې په موخه لاس په کار شي کولای شي، چې د دغه ستر ناورین مخه ونیسي؛ امریکا د طالب نه بعد نورې ډلې یا تیارې لري او یا یې ھم جوړ‎ولی شي. ترڅو خپل حضور ته دلته بھاني وتراشي او تر نامالومه وخته د اقتصادي، سیمیېزې او ستراتېژیکې جگړ‎ې لپارہ پاتې شي.
د امریکا ولس ھم لکه افغانان تر ډېرہ د ټاکنیزو منډو ترړ‎و، عوام فریبانه شعار ونو او مشرانو په درواغو تېر وځي.
د امریکا متحدہ ایالاتو په تېرو ټاکنو کې د ټرمپ ډېری مینه والو سرہ چې رسنیو مرکې کولې، گوندې ھغه ته ولې رایه کاروۍ؟
یو اړ‎ین او مھم ځواب یې دا ھم و چې ټرمپ په نړ‎ۍ کې امریکایي جنگ ته پای ورکوي.

ھغه د افغانستان او عراق نه خپل سرتېري را باسي او بېرته خپلو کورنو ته ستنوي!

ټرمپ په خپله دورہ کې تر اوسه دغه چارہ سرته ونه رسوله، ترڅو چې دا دی د ۲۰۲۰ کال ټاکنو ته یوازې پنځه میاشتې وخت پاتې شو، ھغه مجبور دی چې د خپلو خلکو لپارہ په وینا کې د ژمنو عملي کولو یوہ برخه وړ‎اندې کړ‎ي.

په ھمدې موخه یې د طالب امریکا سولې ته ځانگړ‎ې پاملرنه وکړ‎ہ او طالبان یې د حقیقت بر خلاف په افغاني اصطلاح لکه شاہ بالا ونازول او لا یې ھم نازوي.

دوی په دوحه کې تر ټولو غوړ‎ ھوټل، کرایي کورونه د ھغو طالب مشرانو لپارہ ونیول کوم چې د امریکایانو سرہ د خبرو لپارہ ھلته مېشت شول، ملا برادر یې د پنجاب نه په ځانگړ‎ي توگه دوحې ته ورساوہ ھغه څوک چې افغان ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني څو څو ځلې د خلاصون غوښتنه وکړ‎ہ، خو پاکستان (پنجاب) د رد ځواب ورکولو.

 

د امریکا طالب خبرو څه باندې یو نیم کال ونیوہ، خو بلاخرہ په داسې یو څه تمامه شوہ چې طالبان پکې گټونکي خو په عین حال کې د امریکا راتلونکي سرسخته سرتېري تعریف شویدي۰
د طالبانو ھر ناز ومنل شو، که څه ھم یوځل د سل په سلو کې او کله کله په کمه فیصدۍ د دغه خبرو د ورانېدو اوازې تر غوږ‎ونو کېدې.

اوس دا دی د طالب خوا ھر ناز او ادا په ډېر خاص احترام د امریکایانو لخوا منل کېږ‎ي او پر افغان حکومت فشار راوړ‎ل کېږ‎ي ترڅو د ھوکی سر وخوزوي۰

د افغانستان او نړ‎ۍ نافذہ قوانینو په نظر کې نه نیولو سرہ د تېر په څېر جنگي مجرمین پغیر د محکمې او کوم تعقیب څخه د بندہ خلاصېږ‎ي او سرې سترگې د خپل کور پر لور ورگرځي۰
دا حالت یو نامتوقع حالت دی چې د طلایي چانس په توگه د امریکا اوسني ناکارہ حکومت د مجبوریت له مخې طالبانو په لاس ورکړ‎ی دی۰

طالبان باید د دغه حالت نه اعظمي گټه پورته کړ‎ي، تر دې ډېر ناز، نزاکت او نخرې داسې نشي چې د ټرمپ حوصله سرته ورسوي، د امریکې ټاکنیزې منډې ترړ‎ې پیل شي او ټرمپ داسې کومه خاصه لاسته راوړ‎نه د افغانستان له کړ‎کېچه ونلري چې امریکایانو ته یې د خپل پرمختگ او لاسته راوڼې په توگه وړ‎اندې کړ‎ي۰

کېدای شي د ھغه یو ټویټ بیا ټوله سناریو د سرہ کاندي۰
نو ښه خبرہ دا دہ چې طالبان د دغه طلایي فرصت نه گټه پورته کړ‎ي، اوربند وغزوي او د افغان خپلمنځي ناستې لپارہ تابیه ونیسي؛ ښه دہ چې د امریکې له ټاکنو وړ‎اندې د افغان کشالې حل خپله افغانان وړ‎اندې کړ‎ي او دغه اوسنی فرصت یوځل بیا له لاسه ور نکړ‎و۰

که خدای ناخواسته دا چانس یوځل بیا له لاسه ورکړ‎و، ھغه وخت به افغان حکومت یوځل بیا د امریکا ستراتیژیک ملگری، طالب به د بلک واټر عسکر پر ځای یوځل بیا ترھگر تعریف شي او افغان غمیزہ به په ستر شدت یوځل بیا پیل شي۰

په پردي ونډ کې به بیا افغانان کوڅۍ وباسي او ورور وژنه به د ترھگر او مرتد تر نومونو لاندې خپل وروستي اوج ته رسېږ‎ي، د وینو ویالې به بیا بھيږ‎ي، کونډې او یتیمان به لا پر سرکونو ډېرېږ‎ي مونږ‎ به بیا د قصاب خانې وژل کېدونکي انساني توکي یو او دوی به د خیر پر غونډۍ ناست سیل کوي۰

ھیله دہ دواړ‎ہ غاړ‎ې په ځانگړ‎ي توگه طالبان دا چانس له لاسه ورنکړ‎ي۰
درنښت
غورځنگ سیال

1 COMMENT

  1. داسی معلومیږی د غنی تبلیغاتی ورانوکی کړی په کار اچول سوی وی چه افغانان تیر باسی. دا دوهم بیان دی چه د تالبانو نازونه پکی بنسټیز ښول سویدی.
    دتالبانو نازونه نشته هغوی د کفر د اشغال په وړاندی شل کاله دریدلی. د کفری دولتونو لخوا د شاه شجاعیانو په مرسته د افغانستان حکومت نړول سوی او بیا یی خپل لاسپوڅی د زور په ګدی کینولی دی. کله چه دا ګدیوالا ناکام شول او امریکایان نور نه زور لری او نه پلمه د تیښتی لاره یی نیولی ده. هغوی پوه دی چه افغانان د امپراتوریو نړیونکی دی. دا امپراتور ماتونکی ځواک تالبان او د ملت باغیرته خلک دی چه اوس که غنی او یا د هغه لکی داران منی او یا نه منی کومه مهمه خبره نده. ماتی امریکا خپل شکست منلی دی. یوازی غنی او دهغه لکی لا خوب وینی.
    که لیکوال سوله غواړی نو اوس دی غنی مجبور کړی چه تالبان ازاد کړی او که بیا تالبان په نخرو پیل وکړی بیا به مونږ ټول مجبوروو چه د عقل نه کار واخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب