تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) ساینسپوهانو اعلان کړی چې د تودوخې هغه سخته څپه، چې د لوېدیځې اروپا پراخې سیمې یې ځپلې، د دې سیمې په ثبت شوي تاریخ کې د تودوخې تر ټولو شدیده او پراخه څپه ده. دوی ټینګار کړی چې د فوسیلي سونګ موادو د کارونې له امله رامنځته شویو اقلیمي بدلونونو پرته ممکنه نه وه چې هوا دې تر دې اندازې توده شي.
څېړونکو خبرداری ورکړی چې د اروپا له ۸۵۰ لویو ښارونو څخه کابو نیمايي یې اوس د خپل تاریخ د تودوخې تر ټولو لوړ فشار (Heat Stress) تجربه کوي. دا حالت د ډېرې لوړې تودوخې او لوړ لندیل (رطوبت) د ګډ اغېز له امله رامنځته کېږي، چې د خولو له لارې د بدن د یخېدو وړتیا کموي او د انسان روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.
د تودې هوا سږنۍ څپې په اروپا کې د تودوخې ګڼ ریکارډونه مات کړي دي. په دغو کې د بریتانیا د جون میاشتې تر ټولو ګرمه ورځ هم شامله ده، چې تودوخه یې د سانتيګراد ۳۶.۷ درجې ثبت شوه.
همداراز، په ګڼو اروپایي هېوادونو کې د تودوخې له امله د بېړنیو طبي پېښو شمېر زیات شوی، د ګرمۍ له امله د مړینو کچه لوړه شوې، ښوونځي تړل شوي، د روغتونونو فعالیتونه اغېزمن شوي، او د رېلګاډو او الوتکو ګڼ سفرونه لغوه شوي دي.
د نړیوال اقلیم د ارزونې کنسورشیم (World Weather Attribution) د څېړنې له مخې، که د تودوخې همدا څپه په ۲۰۰۳ کال کې رامنځته شوې وای، شاوخوا ۲ درجې سانتيګراد به یخه وه، او که په ۱۹۷۶ کال کې پېښه شوې وای، د سانتي ګراد کابو ۳.۵ درجې به یې تودوخه کمه وه.
څېړنه دا هم ښيي چې اوس د داسي تودو شپو، چې د خلکو خوب ګډوډوي، د ۲۰۰۳ کال پرتله شاوخوا ۱۰۰ چنده زیات احتمال شته.
پوهان وایي، که د شنوخونو ګازونو خپرېدا همداسې دوام وکړي، د دې ډول تودوخه به لا ډېره، شدیده او عامه شي.
د ملګرو ملتونو او بشري مرستندویو ادارو کارپوهانو د پاکې انرژۍ پر لور د چټک بدلون، د سختې ګرمۍ پر وړاندې د مقاومو زیربناوو د جوړولو او د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره د لا ډېرو پانګونو غوښتنه کړې ده.
د دوی په وینا، که څه هم د تودوخې د خبرداري سیستمونو د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی، خو یوازې دا اقدامات د زیاتېدونکې تودوخې د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي. هغوی خبرداری ورکوي چې که د کاربن د خپرېدو د کمولو لپاره جدي ګامونه پورته نه شي، راتلونکي دوبي به د اوسني وضعیت پرتله لا ډېر ګرم او مرګوني وي.