تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) د عزیزي انرژۍ شرکت مشر میرویس عزیزي د سهشنبې په ورځ یې په کابل کې ملاعبدالفني برادر سره د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د ستر پروګرام د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، عزیزي انرژۍ شرکت د دې پروګرام لپاره ټول لازم تخنیکي تجهیزات برابر کړي او ډېر ژر به افغانستان ته د دغو وسایلو لېږد پیل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، د پروژې لپاره ټول ضروري تجهیزات ترلاسه شوي او په لنډ وخت کې به افغانستان ته ولېږدول شي.
برادر همداراز ویلي، د سرطان ناروغۍ د درملنې د یوه لوی روغتون د جوړولو چارې به هم ژر پیل شي، خو د روغتون د جوړېدو د ځای او دقیق مهالویش په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
د لمریزو برېښناکوټونو پرمختګ
د خبرپاڼې له مخې، د حکومت او عزیزي انرژۍ د استازو ګډې تخنیکي کمېټې راپور ورکړی چې د درېیو لمریزو برېښناکوټونو د امکانسنجۍ چارې بشپړې شوې او د برېښنا د پېرلو قراردادونه هم لاسلیک شوي دي. په کابل کې د نغلو ۱۰۰ مېګاواټه لمریز برېښناکوټ، په پروان ولایت د باریکاب ۱۰۰ مېګاواټه لمریز برېښناکوټ او په غزني ولایت کې د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزه برېښنا د عزیزي انرژۍ شرکت له لوري جوړېدونکې پروژې دي.
د کمېټې په وینا، په دغو درېیو ځایونو کې د رغنیزو چارو عملي کار لا دمخه پیل شوی دی.
نورې برېښنايي پروژې
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تخار ولایت کې د ۱۶۵ مېګاواټه د ډبرو سکرو برېښناکوټ، په بغلان ولایت کې د ۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو برېښناکوټ، په نغلو او غزني کې د برېښنا دوه سبسټېشنونه او د ترهخېلو سیمې څخه د کابل تر صنعتي پارک پورې د برېښنا د لېږد د مزو د غځولو پر پروژو هم تخنیکي بحثونه روان دي.
ملا عبدالغني برادر د ګډې تخنیکي کمېټې د کار ستاینه کړې او اړوندو دولتي ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې پاتې چارې په چټکۍ سره بشپړې کړي.
هغه امر کړی چې پاتې تخنیکي ستونزې دې په دوو اوونیو کې هوارې شي او له کمېټې یې د پرمختګ راپور هم غوښتی دی.
افغانستان اوس هم د خپلې اړتیا ډېره برېښنا له ګاونډیو، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو، واردوي.