Homeخبرونهتر اعتراضونو وروسته؛حشمت شهیدي له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړه

تر اعتراضونو وروسته؛حشمت شهیدي له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړه

تاند ( چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۱مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي تر سختو او دوامداره اعتراضونو وروسته استعفاء وکړه.

حشمت‌الله شهیدي اعلان کړی چې د شخصي پرېکړې له مخې یې د لوبډلمشرۍ دنده پرېښې ده.

شهیدي په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د لوبډلمشر په توګه د ملي لوبډلې مشري ورته ستر ویاړ و او د دې مودې پر مهال یې د لوبغاړو، روزونکو او مسؤلینو په ګډو هڅو مهمې بریاوې او تاریخي لاسته راوړنې خپلې کړې.

هغه ټینګار کړی، چې له لوبډلمشرۍ تر استعفا وروسته به هم د یوه ژمن لوبغاړي په توګه د افغانستان د کرکټ د لا بریا او پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

کرکټ بورډ په رسمي ډول تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا چې څوک به د حشمت پرځای لوبډلمشر شي لا مالومه نه ده، خو څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویل کېده چې رحمت شاه د حشمت پر ځای لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د حشمت شهیدي استعفاء بیا پر خواله رسنیو ښکته پورته کېږي او کرکټ پوهان بیا یوه برخه یې په اوسنیو حالاتو کې دا پرېکړه د ملي لوبډلې په زیان بولي.

خو ځینې نور بیا پر کرکټ بورډ غږ کوي، که رښتیا هم حشمت دنده پرېښې وي نو، وړ او مناسب لوبغاړی دې د هغه پرځای وګوماري څو راتلونکي نړۍوال جام کې افغان لوبډله ښه رهبري کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...