تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر، الکساندر دوبرینت، د تریر ښار له پېښې وروسته، چې په جړې یو جرمنی ووژل شو، ټینګار کړی چې حکومت به افغانستان ته د مجرمو پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ روانه وساتي.
دوبرینت د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، هغو هېوادونو ته د مجرمو کډوالو استول، لکه افغانستان، «یو ضروري او هرومرو اقدام» دی او حکومت به له دې پالیسۍ څخه شاتګ ونه کړي.
هغه زیاته کړه: «ټولنه دا حق لري چې هغه پناه غوښتونکي چې جرمونه کوي، له هېواده وایستل شي.»
د دویچهوېله د راپور له مخې، الکساندر دوبرینت دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې په ټریر ښار کې یو ۲۲ کلن محصل د چړې په برید کې ووژل شو. پولیسو د دې برید په تړاو یو ۲۲ کلن افغان وګړی د اصلي شکمن په توګه نیولی دی.
د لومړنیو څېړنو له مخې، شکمن رواني ستونزې لري او تر دې وړاندې یې په د روانې درملنې په مرکز کې درملنه هم کړې وه.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر دې موضوع ته په اشارې وویل، ځینې کسان چې رواني اختلالات لري، هم درانه جرمونه ترسره کوي او ټولنه نه شي کولای دا ډول وضعیت ومني.
هغه د هغو غوښتنو په ځواب کې چې د تورنو کسانو رواني وضعیت باید په پام کې ونیول شي، وویل: «که په څرګنده ووایم، موږ د نړۍ د ټولو رواني ناروغانو او رواني ستونزو مسوولیت نه لرو.»
دوبرینت د کورنیو چارو د وزیر په توګه د خپلې دندې له پیل راهیسې د کډوالۍ د پالیسۍ پر سختولو او د مجرمو پناه غوښتونکو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
د جرمني حکومت د افغان وګړو په ایستلو کې د اسانتیا لپاره له طالب چارواکو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي. برلین مخکې د طالبانو د قونسلي برخې د دوو کارکوونکو له فعالیت سره د افغانستان په سیاسي استازولیو کې موافقه کړې وه او اعلان یې کړی چې څلور نور قونسلي کارکوونکي به هم ډېر ژر جرمني ته واستول شي.