Homeخبرونهغزني کې ترافیکي پېښې ۱ تن وژلی او ۳۰ ټپيان کړي

غزني کې ترافیکي پېښې ۱ تن وژلی او ۳۰ ټپيان کړي

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۲مه) غزني کې د طالبانو د حکومت د ولایت ویاند میوندشاه احمدزي ویلي چې، د دې ولایت، ګیلان ولسوالۍ په پښ کندي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

احمدزي ویلي چې، دغه پېښه پرون ناوخته د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې، ټپيان روغتون ته لیږدول شوي خو د دوی د وضعیت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.

په دې وروستیو کې یو ځل د هېواد پر لویو لارو د ترافیکي پېښو شمېر زیات شوی او هره ورځ د هېواد له یوې سیمې د ترافیکي پېښې خبر خپرېږي.

دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په پچیر اګام ولسوالۍ کې هم د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان وژل شوي، چې پکې ۴ ښځې، ۲ نارینه او ۳ ماشومان شامل دي او دغه راز ۸ نور کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي مهم لاملونه د سړکونو خراب وضعیت، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، له ټاکلي سرعت څخه تېریدل، د ترافیکي قوانینو نه مراعتول، د موټرو تخنیکي نیمګړتیاوې او د چلوونکو کمزوری مسلکي روزنه ښودل کېږي.

کارپوهان د دې پېښو د کمولو لپاره د ترافیکي قوانینو جدي پلي کول، د سړکونو رغول او د موټرچلوونکو عامه پوهاوی اړین بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...