Homeخبرونهاروپايي اتحادیه له ط چارواکو سره د افغان کډوالو د ستنولو په...

اروپايي اتحادیه له ط چارواکو سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کوي

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۲ مه) د بلجیم خبري اژانس پرون (جمعه) راپور ورکړ چې ښايي د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته سفر وکړي.

د اروپايي چارواکو په وینا، تمه ده چې دا سفر تر دوبي مخکې ترسره شي. دا سفر وروسته له دې کېږي چې په جنوري کې د اروپايي اتحادیې استازو او د بلجیم د کډوالۍ ادارې یو تخنیکي پلاوی کابل ته تللی و.

په جنوري کې د اروپايي ټولنې یو پلاوی، چې مشري یې د بلجیم د کډوالۍ ادارې مشر فریدي روزمونټ کوله، کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او استخباراتو له چارواکو سره درې ورځې خبرې کړې وې. د راپورونو له مخې، افغان لوري چمتووالی ښودلی چې په اروپا کې بې اسناده افغانان وپېژني.

دا هڅې هغه مهال چټکې شوې چې د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه غواړي د افغان کډوالو د ایستلو بهیر زیات او چټک کړي. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۶مه، د ۲۰ اروپايي هېوادونو وزیرانو په یوه ګډ لیک کې ویلي وو چې په ځینو هېوادونو کې د افغانانو له لوري د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي. هغوی غوښتنه کړې وه چې هغه کسان باید ژر بېرته واستول شي چې د عامه نظم یا ملي امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.

په دې لیک کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۲،۸۷۰ افغانانو ته د هغوی د بېرته ستنولو پرېکړې په لیسکلي ډول ورکړل شوې، خو یوازې ۴۳۵ کسان بېرته لېږل شوي، چې دا یوازې دوه سلنه جوړوي. وړاندیز شوی چې دا بهیر باید په مرکزي ډول تنظیم شي او د اروپايي سرحدي ادارې له لارې همغږه شي، او افغانستان ته ګډ پلاوی واستول شي.

دا نوښت د بلجیم د مهاجرت وزیرې انیلین وان بوسویټ له خوا شوی. هغې ویلي چې هغه افغانان چې د پناه یا استوګنې اجازه نه لري، باید بېرته ستانه شي، خو دا بهیر باید د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره سم ترسره شي. هغې د بروکسل احتمالي غونډه یو مهم ګام بللی، خو ټینګار یې کړی چې دا کار د طالبانو د رسميت پېژندنې معنا نه لري.

خو په اروپايي پارلمان کې ځینو استازو پر دې موضوع اندېښنه ښودلې ده. ساسکیا بریکمونت ویلي چې له طالبانو سره د بېرته ستنېدو په اړه خبرې د پناه غوښتنې د قوانینو او نړیوالو اصولو سرغړونه ده. ټینکه سټریک هم خبرداری ورکړی چې دا ډول همکاري ښايي له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو سبب شي.

د بشري حقونو سازمانونو هم اندېښنه څرګنده کړې. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان ته د خلکو ستنول خطرناک دي، ځکه هلته د ښځو، نجونو او منتقدانو پر وړاندې پراخې سرغړونې کېږي. د دې سازمان په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه ۲.۶ میلیونه افغانان ایستل شوي چې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان وو.

ځینې اروپايي هېوادونو لا له مخکې د افغانانو ایستل پیل کړي دي. جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر ۱۰۰ زیات کسان افغانستان ته ستانه کړي دي. طالبانو تر اوسه د بروکسل د احتمالي خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي چې هېواد ته د ستنېدونکو لپاره شرایط ښه شوي دي.

اوس هم افغانان په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو له لویو ډلو څخه دي. د کډوالو د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له نیمایي زیات نفوس، یعنې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، او نژدې ۵.۸ میلیونه افغانان په نړۍ کې بې‌ځایه شوي دي. تر اوسه د بروکسل د دې احتمالي غونډې لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار ازموېنه     

عبدالوکیل سوله مل ادبي جایزې د ادبیاتو د ودې او غوړېدو یوه له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. د دغو جایزو له لارې نه یوازې...