Home+ولې ساینس او ټکنالوژي په نښه دي؟| نعمت الله صدیقي

ولې ساینس او ټکنالوژي په نښه دي؟| نعمت الله صدیقي

د اوسمهالې نړۍ د ورستیو لویو او وړو جنګونو هغه مخ او څېره هم خلکو ولېده، چې تقریباً تراوسه یې د یوه اړخ لېده ممکن وه یا په بېخي پاکه او سوتره اصطلاح د استثمار (استحصال) هغه لومې هم پکې راښکاره شوې، چې ایښودونکیو او یا کونکیو به یې په خپل استعماري چلن او درواغو «ویل» یو ډول او «کول» به یې بیا بل ډول وو.

پر ایران د تمدنې ویجاړۍ له دړکې تر همغه د میناب پوهنتون او په منځ منځ کې یې د بې شمیره عامه تاسیساتو او د خلکو تر وژلو او بمبارولو پورې په خپله د یوه غېر متمدنه عمل او د غارونو د خلکو هم بتره کار ځکه و، چې هغوی که په غارونو کې هم وو، د خپل ارتقایي او زماني مقطعې پر شعور له نني عصر سره یې په پرتله دغسې پړه نشي ګرځېدای؛ خو دغه معاصر چې له خپل ننني تهذیبي او تمدني ادعاوو سره سره د بشر همدا عامه او د شعور تاسیسات یې د خپل وحشت په طاقت اور اور او جهنم ورګرځولي، همغه د شاعر په قول، چې:

په کومه خوله باندې دعوه کړې، چې فایده دې راوړه

لمر دې له ځان سره ساتلی و او شپه دې راوړه

د ډاکټر توصیف احمد د کالم له مخې، د امریکا او اسرائیلو په اوسنۍ جګړه کې تر اوسه د ایران شاوخوا ۳۰ پوهنتونونه د ډرون بریدونو له امله ویجاړ شوي دي، تېره میاشت په مینات ښار کې په یوه بل امریکايي برید کې هم د نجونو یو ښوونځی په نښه شوی و، چې پکې له ۹ تر ۱۹ کلنۍ پورې زده کوونکې نجونې شاملې وې، په دې برید کې شاوخوا ۲۰۰ نجونې وژل شوې وې. د امریکا ولسمشر ټرمپ په پیل کې دا پېښه رد کړه او پړه یې پر ایران واچوله؛ خو وروسته آزادو رسنیو دا تایید کړه چې یاد ښوونځی په واقیعت کې د امریکا په توغندي لګېدلی و.

په ایران کې د لوړو زده کړو د بنسټونو شمېر نږدې له ۲۲۶ تر ۴۰۰ پورې رسېږي، چې له دې ډلې یې ځینې د نړۍ د پرمختللو پوهنتونونو سره د علمي معیار له مخې پرتله کېدای شي. د ایران پوهنتونونه په ځانګړي ډول د ساینس، ټکنالوژۍ او طبي علومو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه لري، د راپورونو له مخې، امریکا په تهران کې پر شریف ټکنالوژۍ پوهنتون هم برید کړی او د هغه بنسټیزې زیربناوې یې زیانمنې کړې دي، ځینې څېړونکي د دې پوهنتون علمي کچه د امریکا له MIT سره پرتله کوي. همدارنګه د تهران یو بل لوی پوهنتون هم تر هدف لاندې راغلی او د هغه د څېړنیزو لابراتوارونو د ویجاړولو هڅه شوې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، امریکا په منظم ډول د ایران علمي او تعلیمي مرکزونه تر برید لاندې نیولي دي، تېره اوونۍ یعنې له موقتي اوربند څو ورځې مخکې د Laser and Plasma Institute په نوم یو مهم څېړنیز مرکز هم ویشتل شوی، چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې یې مهم علمي رول درلود، د جګړې له امله د دې مرکز ټول څېړنیز فعالیتونه په بشپړ ډول درېدلي دي، ویل کېږي د برید پر مهال په ودانۍ کې څوک نه وو او انساني زیان کم و؛ خو بنسټیز زیان یې پراخ ځکه و، چې د راپورونو له مخې تېر جون کې د اسرائیلو په برید کې د دې مرکز مشر او نامتو اټومي ساینسپوه محمد مهدي ترانچي هم وژل شوی و، چې وروسته دې ادارې دا ډول بریدونه د علم، څېړنې او فکري ازادۍ پر ضد عمل وباله.

راپورونه دا هم وایي، چې امریکايي توغندیو د تهران یو بل د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون هم هدف ګرځولی او د هغه څېړنیز مرکز یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی. همدارنګه Pasteur Institute هم تر برید لاندې راغلی، چې پکې د ساري ناروغیو واکسینونه، تشخیصونه او بیولوژیکي محصولات جوړېدل، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) کارپوهانو هم ویلي، چې دې مرکز ته جدي زیان اوښتی دی. همدا ډول په وروستیو کې د درمل جوړونې یوه بله مهمه کمپنۍ هم په نښه شوې ده.

په ایران کې ځینې پوهنتونونه د نړیوالو علمي درجه بندیو برخه دي، لکه د تهران پوهنتون، د طبي علومو پوهنتون (TUMS) او د شریف ټکنالوژۍ پوهنتون، همدا لامل دی چې حتی په اسرائیلي رسنیو کې هم دا بحثونه کېږي چې ولې د ایران علمي مرکزونه په نښه کېږي او د ځینو کارپوهانو په باور یې د ایران د علمي ظرفیت لوړېدل د ځینو نړیوالو قدرتونو لپاره د زغم وړ نه دي، په ځانګړي ډول په طبي، بنسټیزو علومو، انجینرۍ او کرنې برخو کې خو یې ظرفیت بېخي ډېر لوړ ښيي.

د ایران څېړونکي هر کال شاوخوا ۵۰ زره علمي مقالې په نړیوالو ژورنالونو کې خپروي. په تېرو لسو کلونو کې یې د سیاستوالو او پوځيانو په پرتله ډېر ساینسپوهان وژل شوي دي، چې تر ټولو پېژندل شوی یې محسن فخري‌زاده و، چې د نړۍ له مهمو اټومي ساینسپوهانو څخه ګڼل کېده او په ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲۷مه ووژل شو.

د ایران معاصر تاریخ ته په کتلو سره، د بدلونونو یوه مهمه انګېزه یې د ساینس او ټکنالوژۍ پرمختګ ګڼل کېږي، دا پوهنتونونه چې وروسته د فکري او سیاسي بدلونونو په مهمو مرکزونو هم بدل شوي دي، د اسلامي حکومت له راتګ وروسته یې په تعلیمي بنسټونو کې پانګونه زیاته کړه او له نړیوالو معیارونو سره د نږدې کېدو هڅې یې پیاوړې کړې. د نظامي کارپوهانو په وینا، ایران اوس د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې تعلیمي او علمي کچه یې د نړۍ له پرمختللو معیارونو او سیالو هېوادونو سره نږدې دی.

په ساینسي ډګر کې ایراني څېړونکو نه یوازې په دفاعي او څېړنیزو برخو کې؛ بلکې په طبي ټکنالوژۍ کې یې هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي، که څه هم دا پرمختګونه یې د ځینو بهرنیو هېوادونو له همکارۍ پرته ممکن نه وو؛ خو اصلي تکیه یې پر داخلي او کورني ظرفیت ولاړه ده. د ایران دغه علمي او ساینسي پرمختګونه او کلکه دفاعي روحیه یې ښي، چې د مملکتونو د بریالیتوب راز لوړ بلند منزلونه یا ودانۍ او مجللې ماڼۍ نه دي؛ بلکې همدغه د پوهې، فکر او شعور ادرسونه دي، چې بغیر له دغه اخیستنې د نړۍ هیڅ سیالي، توازون، مقابله او مبارزه ممکن نه ده.

له دې معلومېږي، چې ساینس او داخلي ظرفیت لوړونه د اوسنۍ نړۍ یو مهم اصل دی، چې څوک یې نلري، دغسې جنګونو کې یې ونډه یا نابودي حتمي ده؛ خو هغوی چې لري یې، دغسې به سرلوړي وي، تر ټول مهمه یې همدا چې لوی قدرتونو ته اوس پوځي سیاسي یا نظامي ارزښتونه هغومره مهم نه دي لکه د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنیز تمایل او مرکزونه چې یې دي.

که دغسې نه وای په جګړو کې د جنیوا کنوانسیون له مخې، پر تعلیمي ادارو، عامه او پوهنیزو تاسیساتو او روغتونونو بریدونه یې جنګي جرم ګڼل کېږي؛ خو له هغه چا چې زور تېر تېر شي په دغسې جرمونو یې مرتکبېدل هم ورته ناجرم عمل ځکه ښکاري، چې لار او مرام یې یو طرفه او مجرمانه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...