Home+خدایه، موږ به کله د نړۍ سيالان شو؟| همایون همت

خدایه، موږ به کله د نړۍ سيالان شو؟| همایون همت

د ځينو ملتونو د نسبي بريالي ملي بدلون او د افغانستان د اوږدمهالې بې‌ثباتۍ پرتليزه څیړنه

لنډيز

دا مقاله د هند د خپلواکۍ غورځنګ، د جنوبي افريقا د اپارتايد ضد مبارزې، د ايران د ۱۹۷۸-۱۹۷۹م انقلاب، او د افغانستان د معاصر سياسي بحران پرتليزه څېړنه وړاندې کوي. د مقالې اساسي استدلال دا دی چې په يادو نسبي برياليو تجربو کې منظم سازماني جوړښت، تر يوه بريده ګډ سياسي هدف، مشروع يا لږ تر لږه منل شوی انتقالي چوکاټ، او د رهبرۍ نسبي انسجام موجود و؛

خو افغانستان د دولت‌جوړونې، مشروعيت، ملي هويت، بهرنۍ لاسوهنې، او د رهبرۍ د تشتت له يو ځای شوي بحران سره مخ و.

مقاله دا هم څرګندوي چې د سردار محمد داود خان له دورې وروسته د ثور کودتا، د خلق او پرچم واکمني، شوروي يرغل، جهادي او تنظيمي جګړې، د ګاونډيانو لاسوهنې، او وروسته د ۲۰۰۱م کال د امريکا-ناټو يرغل له پسمنظر سره تړلی وارداتي “ سياسي نظم “، د افغانستان د ملي وحدت او پايدار دولت‌جوړونې لپاره ژورې ستونزې رامنځته کړې.

د مقالې پايله دا ده چې افغانستان ته يوازې سياسي بدلون نه، بلکې مشروع، ټول‌شموله، ارزښتي، او بنسټيز ملي تفاهم ته اړتيا ده.

کليدي کليمې

افغانستان، ملي بدلون، مهاتما ګاندي، نلسن منديلا، د ايران انقلاب، مشروعيت، دولت‌جوړونه، ملي هويت، بهرنۍ لاسوهنه، افراطيت، تحميلي ديموکراسي

سريزه

د ملتونو په تاريخ کې کله ناکله داسې پړاوونه راځي چې ولسونه د استعمار، تبعيض، استبداد، يا ژورې سياسي بې‌ثباتۍ پر ضد راپورته شي او د خپل سياسي او تاريخي مسير د بدلولو هڅه وکړي. خو هر پاڅون په يوه شان پايلو نه رسېږي. ځينې ملتونه له کړکېچ څخه د يو نسبي باثباته نظم پر لور اوړي، او ځينې نور بيا د اوږدو جګړو، وېشلې رهبرۍ، او بهرنيو لاسوهنو په منګولو کې کلونه کلونه راګير پاتې کېږي.

د هند په تجربه کې د مهاتما ګاندي تر مشرۍ لاندې د هند ملي کانګرس وکولای شول د نه‌همکارۍ او مدني نافرمانۍ له لارې يو پراخ ولسي حرکت رامنځته کړي [۱][۲].

د جنوبي افريقا په تجربه کې د نلسن منديلا مبارزه د مقاومت، مذاکراتو، او نوي قانوني نظم په جوړېدو واوښته [۳][۴].

د ايران په تجربه کې بيا د شاه ضد پراخ ائتلاف د ۱۹۷۹م کال انقلاب بريالی کړ، که څه هم وروسته سياسي قدرت په تدريجي ډول متمرکز شو [۵].

افغانستان بيا له داسې مرکب بحران سره مخ شو چې پکې دولت‌جوړونه، ملي هويت، امنيتي بې‌ثباتي، او بهرنۍ مداخله ټول يو ځای سره وتړل شول [۶][۷][۸].

له همدې امله، د دې مقالې اساسي پوښتنه دا ده:

ولې ځينو ملتونو نسبي بريالی ملي بدلون تجربه کړ، خو افغانستان تر اوسه يوې ټول‌شمولې، پايدارې، او منل شوې ملي سياسي طرحې ته ونه رسېد؟

د څېړنې موخه، پوښتنه او طريقه

د دې مقالې موخه دا ده چې د هند، جنوبي افريقا، ايران، او افغانستان د سياسي بدلونونو تر منځ پرتليز تحليل وړاندې کړي، او هغه جوړښتي عوامل روښانه کړي چې د بريا او ناکامۍ تر شا ولاړ وو.

اساسي څېړنيزه پوښتنه دا ده:

کوم سياسي، ټولنيز، نهادي، او نړيوال عوامل د دې سبب شول چې په هند، جنوبي افريقا، او ايران کې نسبي تحول ممکن شي، خو افغانستان په دوامداره بې‌ثباتۍ کې پاتې شي؟

د مقالې طريقه تحليلي-پرتليزه ده.

دلته لومړی د درېيو غيرافغان بېلګو تاريخي-سياسي عناصر راټولېږي؛ بيا د افغانستان د معاصر تاريخ له مهمو پړاوونو سره پرتله کېږي؛

او په پای کې يو استنباطي بحث وړاندې کېږي.

دا مقاله د تاريخي، رسمي، او پاليسي سرچينو پر بنسټ ليکل شوې، خو ځينې پايلې يې تحليلي بڼه لري؛

يعنې د سرچينو له ګډ لوست، پرتله، او استنباط څخه راايستل شوې دي.

نظري چوکاټ:

مشروعيت، ګډ سياسي هدف، سازماني جوړښت، او انتقالي نظم

په نازکو او شخړه‌ځپلو ټولنو کې يوازې پوځي يا سياسي برلاسی د دولت د پايدارۍ لپاره بسنه نه کوي.

د OECD د مشروعيت اړوند ادبيات څرګندوي چې دولت هغه وخت د بقا او مننې چانس پيدا کوي چې د خلکو په نظر د واک د چلولو قواعد، خدمتونه، ارزښتونه، او ټولنيز تړون د منلو وړ وي [۸].

له دې امله، مشروعيت يوازې له انتخاباتي ميکانېزمونو نه، بلکې له تاريخي حافظې، ګډو ارزښتونو، او د دولت او ټولنې له اړيکې سره هم ژور تړاو لري.

نو له همدې امله، په دې مقاله کې درې مفاهيم بنسټيز رول لري:

(۱) ګډ يا لږ تر لږه د منلو وړ سياسي هدف (Shared Political Goal)؛

(۲) منظم ملي سازماني يا تشکيلاتي جوړښت (Organized National Structure)؛

او (۳) انتقالي نظم يا انتقالي چوکاټ (Transitional Order / Transitional Framework)، يعنې هغه عملي لاره چې د واک د انتقال او د نوي نظم د جوړېدو منل شوی چوکاټ پکې موجود وي.

هر څومره چې دغه درې عناصر قوي وي، د پايدار بدلون امکان زياتېږي؛ او هر څومره چې کمزوري وي، سياسي بدلون يا نه رامنځته کېږي، او يا د نويو شخړو په زېږولو بدلېږي.

د هند تجربه: منظم سازمان او اخلاقي-سياسي بسيج

د هند د خپلواکۍ مبارزه يوازې د مهاتما ګاندي د شخصي نفوذ کيسه نه وه. د

هند ملي کانګرس، چې په تدريجي ډول د يوه محدود اشرافي فورم له کچې واوښت، په پراخ ولسي سازمان بدل شو.

علمي او تاريخي ماخذونه ښيي چې ګاندي د نه‌همکارۍ، ولسي بسيج، او مدني نافرمانۍ له لارې ميليونونه خلک سياسي صحنې ته راوايستل [۱][۲].

د هند د تجربې قوت په دې کې و چې د استعمار ضد مبارزه منظم سياسي چتر، اخلاقي ژبه، او پراخ ولسي مشارکت درلود.

د کانګرس شتون دا امکان برابر کړ چې اعتراضونه د يوې نسبي ادارې او منظمې سياسي شبکې له لارې مديريت شي [۲].

خو بايد ياد وساتل شي چې د ۱۹۴۷م کال خپلواکي په بشپړه معنا بې‌وينې نه وه؛

د وېش پر مهال پراخ تاوتريخوالی هم رامنځته شو [۱].

نو له هند څخه دا درس اخېستلای شو چې اخلاقي مبارزه او منظم سازمان مهم دي، خو د عادلانه او خوندي انتقال لپاره نهادي تدبير هم حياتي ارزښت لري.

د جنوبي افريقا تجربه: مقاومت، مذاکرات، او نوی قانوني نظم

د جنوبي افريقا د اپارتايد ضد مبارزه د نلسن منديلا او افريقا ملي کانګرس له نومونو سره تړلې ده، خو د دې مبارزې نسبي پايداره پايله د منظم مقاومت تر څنګ د سياسي مذاکراتو محصول هم وه.

د نوبل د سولې جايزې رسمي بيان او د جنوبي افريقا د انتقالي پړاو تاريخي اسناد څرګندوي چې منديلا او د هغه سيال سياسي لوری بالاخره داسې بهير ته داخل شول چې د اپارتايد د سوله‌ييز ختمېدو او د نوي ديموکراتيک نظم د بنسټ اېښودلو لار يې پرانيسته [۳][۴].

له ۱۹۹۰م تر ۱۹۹۴م پورې مذاکراتو، انتقالي ترتيباتو، او اساسي قانوني بهير د نوي نظم عملي چوکاټ جوړ کړ [۴].

د دې تجربې مهم درس دا دی چې مقاومت هغه وخت پايداره پايله ورکوي چې بالاخره پر انتقالي تفاهم، منل شويو قواعدو، او نوي ملي تړون واوړي. د انتقام پر ځای د ګډ راتلونکي تصور د جنوبي افريقا د نسبي بريا يو مهم راز و.

د ايران انقلاب: پراخ ائتلاف، ګډ دښمن، خو محدود وروسته‌والی

د ايران د ۱۹۷۸-۱۹۷۹م کال انقلاب د شاه د استبداد، ټولنيز فشار، اقتصادي ستونزو، او د بهرنۍ مداخلې پر وړاندې د پراخ اعتراض پايله وه.

باوري تاريخي سرچينې ښيي چې بېلابېلې مذهبي، ملي‌پالې، او چپې ډلې لږ تر لږه په لنډ مهال کې د شاه ضد ګډ هدف ته راټولې شوې [۵].

خو د ايران تجربه دا هم راښيي چې د يو نظام نسکورول او د يو عادلانه، پراخ، او ټول‌شموله نوي نظم جوړول يو شی نه دي.

د انقلاب له بريا وروسته سياسي قدرت په تدريجي ډول محدودو قواوو ته متمرکز شو [۵].

نو د ايران له بېلګې څخه دوه‌ګونی درس اخېستلای شو:

لومړی دا چې ګډ دښمن لنډمهالی ائتلاف رامنځته کولای شي؛

دويم دا چې که له بريا وروسته د قدرت د وېش، تنوع، او مشارکت لپاره عملي ميکانيزم موجود نه وي، نو انقلاب ژر د انحصار پر لور ځي.

افغانستان:

د اوږدمهالې بې‌ثباتۍ جوړښتي او تاريخي ريښې

افغانستان يوازې د يوه حکومت يا يوه بهرني ځواک پر ضد له مبارزې سره نه و مخ؛

بلکې د دولت‌جوړونې، مشروعيت، امنيت، ملي هويت، او د رهبرۍ د تشتت له ګډ بحران سره لاس او ګرېوان و.

د نړيوال بانک د افغانستان د خطر او مقاومت ارزونه او د USIP تحليلي اسناد ښيي چې جګړه، فساد، نامعلوم سياسي چاپېريال، او کمزوري بنسټونه د افغانستان د پايدار دولت‌جوړونې اساسي خنډونه وو [۶][۷].

که د افغانستان معاصر تاريخ ته په ژوره توګه وکتل شي، نو لږ تر لږه پنځه پرله‌پسې پړاوونه ترې جلا کېدای شي:

(۱) د داود خان له جمهوريت او د ثور له کودتا مخکې سياسي مرکزيت او مخالفتونه ؛

(۲) د خلق او پرچم واکمني او شوروي يرغل؛

(۳) جهادي مقاومت، ورپسې کورنۍ جګړې او تنظيمي ټکرونه؛

(۴) د طالبانو لومړۍ دوره او د نړيوالې انزوا حالت؛

او (۵) د ۲۰۰۱م کال د ا مر یکا-ناتو وروسته وارداتي-مرکب “ جبرې سياسي نظم “ چې تر ۲۰۲۱م پورې دوام وکړ.

د دغو پړاوونو تر منځ توپيرونه شته، خو د ټولو ګډ ټکی دا دی چې مشروع، ټول‌شموله، او باثباته ملي نظم پکې نه شو ټينګېدای.

د داود خان له دورې تر ثور کودتا پورې: له جمهوريت څخه تر ايديولوژيک شخړې

د سردار محمد داود خان د ۱۹۷۳م کال کودتا د افغانستان د شاهي نظام پای اعلان کړ، خو دا بدلون له پيله له سياسي تضادونو، ايديولوژيکو ټکرونو، او محدود مشارکت سره مل و. د جمهوريت تر اعلان وروسته د دولت مرکزيت پياوړی شو، خو د مشروعيت بنسټ هماغسې محدود پاتې شو.

د دولت دننه د چپي او نورو سياسي شبکو نفوذ ورو ورو زيات شو، او همدا حالت په ۱۹۷۸م کال کې د ثور کودتا ته لاره هواره کړه [۹][۱۰].

په دې توګه، د ثور کودتا په پايله کې د خلق او پرچم تر مارکسيستي ډلو پورې تړلي افسران واک ته ورسېدل، او ورپسې چټک ايديولوژيک جبرې «اصلاحات» او سياسي ځپنه پيل شوه [۹].

دغه پړاو د افغانستان د ټولنې له تاريخي، ديني، او کلتوري جوړښت سره ژور ټکر درلود؛

نو ځکه يې پراخ مقاومت وزېږاوه. دلته دا استنباط مهم دی چې هر هغه بدلون چې د ټولنې له ارزښتي او ټولنيز واقعيت سره شديد واټن ولري، کېدای شي په زور پيل شي، خو په پای کې مشروعيت نه شي ترلاسه کولای.

د خلق او پرچم واکمني، زورواکي، او شوروي يرغل

د خلق او پرچم واکمنۍ د سياسي مخالفانو پر ضد ځپنه، زندان، اعدام، او سخت امنيتي چلند خپل کړ. تاريخي شننې ښيي چې د نوي حکومت جبرې «اصلاحات» او فشارونه په کليوالو سيمو او ديني-ټولنيزو حلقو کې پراخ مخالفتونه راپارول [۱۰].

د ۱۹۷۹م کال د دسمبر پر ۲۴ شوروي اتحاد افغانستان ته پوځيان داخل کړل، حفيظ‌الله امين ووژل شو، او ببرک کارمل واک ته ورسول شو [۹].

شوروي يرغل د افغانستان داخلي کړکېچ پر يوې پراخې “ نړيوالې جګړې “ واړاوه.

له دې وروسته افغانستان يوازې د داخلي مشروعيت له بحران سره نه، بلکې د سړې جګړې د ستراتيژيک رقابت له ميدان سره هم مخ شو.

همدغه حالت د اوږدمهالې بې‌ثباتۍ بنسټ لا ژور کړ.

جهادي مقاومت، تنظيمي جګړې، او د ګاونډيانو د نفوذ ژورتيا

د شوروي يرغل پر ضد جهادي مقاومت د افغان ولس د خپلواکۍ د احساس، ديني تحرک، او بهرنۍ مرستې په ګډو شرايطو کې پياوړی شو.

خو د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته تمه شوې ملي همغږي رامنځته نه شوه؛ پر ځای يې د تنظيمي سياليو، وسله‌والو ټکرونو، او د واک د وېش پر سر جګړو يو نوی پړاو پيل شو [۱۰].

په همدې پړاو کې د ګاونډيو او سيمه‌ييزو قدرتونو لاسوهنه نوره هم ژوره شوه.

افغان سياسي او پوځي ډلې په تدريجي ډول د داخلي ملي اجنډا پر ځای د بهرنيو محاسبو له اغېز څخه خالي پاتې نه شوې.

د دې پايله دا شوه چې ملي هويت، ملي وحدت، او خپلواک تصميم‌نيونه لاپسې کمزوري شول.

دلته بايد په دقت وويل شي چې د افغانستان د بحران يوه مهمه ريښه دا وه چې د جهاد له اخلاقي-مقاومتي انرژۍ څخه د مشروع او واحد ملي دولت د جوړولو لپاره يو منظم ميکانيزم ونه ايستل شو.

د ۲۰۰۱م کال د ا مریکا-ناټو یر غل وروسته “ نظم “:

وارداتي جبرې چوکاټ، کمزوری مصنوعې “ مشروعيت “ ،او د فساد پراختيا

د ۲۰۰۱م کال وروسته افغانستان ته د ديموکراسۍ، دولت‌جوړونې، بشري حقونو، او نړيوال مشارکت په نوم يو نوی ، په بهر کی جوړ شوی ، سياسي چوکاټ راوړل شو. خو د دې چوکاټ تر شا اصلي بنسټ د امريکا-ناټو یر غل، بهرنۍ پوځي مداخلې، او ورپسې اوږدمهال اشغال و. دا تعبير يوازې د ليکوال شخصي ژبه نه ده، بلکې بريتانیکا د ۲۰۰۱م کال پېښه په څرګند ډول د “joint U.S. and British invasion of Afghanistan” په توګه يادوي، الجزيرې د “U.S. troops invaded Afghanistan” تعبير کارولی، او واشنګټن پوسټ د “U.S. occupation” اصطلاح هم کارولې ده [۹][۱۰][۱۱]. په نړيوالو رسنيو او سياسي-تحليلي ادبياتو کې د افغانستان د همدې پړاو لپاره د invasion او occupation اصطلاحات هم کارول شوي دي. په دې پړاو کې ځينې ادارې جوړې شوې،سا ختګی او عوام فر یبه “انتخابات” ترسره شول، رسنۍ او لوړې زده کړې نسبي پراختيا وموندله، او نړيواله مالي مرسته پراخه وه. خو USIP څرګندوي چې افغانستان تر ۲۰۲۱م پورې هم له دوامدار تاوتريخوالي، سيالو سياسي اجنډاوو، او ناپېيلې ديموکراتيکې راتلونکې سره مخ و ، او دا ځکه چی حقیقې واک دبل په لاس کی و [۶].

نړيوال بانک هم جګړه، فساد، او نامعلوم سياسي چاپېريال د دولت‌جوړونې اساسي خنډونه بولي [۷].

دغه پړاو ځکه له ژور “مشروعيت” بحران سره مخ و چې رسمي سياسي جوړښتونه د ټولنې له ځينو ارزښتي او محلي واقعيتونو سره پوره نه وو نښتي.

د OECD د مشروعيت چوکاټ دې ټکي ته اشاره کوي چې وارداتي يا يوازې تخنيکي بنسټ‌جوړونه، که له ټولنيزې مننې، دوديزو باورونو، او سياسي شراکت سره مل نه وي، د پايدار مشروعيت تضمين نه شي کولای [۸].

په همدې موده کې فساد، رشوت، قاچاق، او د مخدره توکو اقتصاد د دولت او ټولنې تر منځ واټن لا پراخ کړ.

د UNODC راپورونه ښيي چې د افغانستان د اپيمو اقتصاد د جګړې، کمزورې څارنې، او نامشروع بازارونو له شبکو سره ژور تړاو درلود، او د ۲۰۲۲م کال په سروې کې د اپيمو کرنه د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زياته شوې وه [۱۴]. که څه هم دغه شمېره د ۲۰۲۱م کال وروسته وضعيت ته اړه لري، خو دا د دې اوږدې ستونزې دوام هم راښيي.

مقايسوي تحليل:

ولې هلته تحول ممکن شو او دلته نه؟

د هند، جنوبي افريقا، او ايران د تجربو تر منځ، سره له ټولو توپيرونو، درې ګډ عناصر ليدل کېږي:

يو روښانه او د خلکو لپاره د فهم وړ ګډ سياسي هدف؛ يو نسبي منظم سازماني يا تشکيلاتي جوړښت؛ او د واک د انتقال لپاره يو ډول عملي انتقالي چوکاټ.

په هند کې کانګرس دا سازماني رول ولوباوه [۲]. په جنوبي افريقا کې مقاومت د مذاکراتو او قانوني انتقال پر لور ولاړ [۳][۴]. په ايران کې د شاه ضد پراخ ائتلاف لږ تر لږه د نظام د نسکورولو تر شيبې پورې نسبي همغږي درلوده [۵].

افغانستان بيا په پرله‌پسې ډول د دغو درېيو عناصرو له کمزورۍ سره مخ و. نه پر يوې اوږدمهالې ګډې سياسي اجنډا ټينګ او دوامدار توافق موجود و، نه يو داسې ټول‌منلی ملي سازماني جوړښت رامنځته شو چې د بېلابېلو قشرونو استازيتوب وکړي، او نه د واک د انتقال او د نوي نظم د جوړېدو منل شوی انتقالي ميکانيزم دوامداره بڼه غوره کړه.

پر دې سربېره، بهرني رقابتونه دومره ژور وو چې کورني سياست ته يې د خپلواک ودې فرصت ډېر کم پرېښود.

په دې توګه، د افغانستان ستونزه يوازې د يوې ډلې يا يو بهرني ځواک په ماتولو نه حل کېده. اصلي تشه د مشروع، ټول‌شموله، او افغاني-ارزښتي دولت‌جوړونې په نشتوالي کې وه. همدلته د تاريخي ميراث او معاصر ضرورت تر منځ واټن څرګندېږي:

افغانستان، سره له دې چې د احمد شاه بابا د دولت‌جوړونې تاريخي حافظه لري، په معاصر پړاو کې ونه توانېد چې هماغه حافظه په يوې منل شوې او معاصرې سياسي پروژې بدله کړي.

د افغان ولس اساسي غوښتنې او د راتلونکي لپاره بنسټيز شرطونه

له دې ټولو تجربو وروسته اساسي پوښتنه دا ده چې افغان ولس په رښتيا څه غواړي؟

د دې مقالې د تحليلي لوست له مخې، د افغان ولس بنسټيزې غوښتنې په څو ټکو کې راټولېدای شي:

عزتمنه خپلواکي، عادلانه نظم، ديني او کلتوري حساسيت ته درناوی، ټول‌شموله مشارکت، امن، او د ژوند د بنسټيزو حقونو خونديتوب.

نو که افغانستان غواړي د دوامدار بحران له دورې ووځي، لږ تر لږه لاندې شرطونه ضروري دي:

(۱) د افغانستان لپاره يو ګډ او ټول‌منلی ملي تعريف؛

(۲) له اشخاصو او موقتي ډلو پورته ملي بنسټونه؛

(۳) داسې مشروعيت چې د ټولنې بېلابېل قشرونه ځان پکې وويني؛

(۴) د قومونو، ژبو، او سيمو تر منځ متقابل باور؛

(۵) داسې رهبري چې له شخصي او تنظيمي ګټو لوړه وي؛

(۶) د بهرنيو جبرې او تحميلي قالبونو پر ځای د افغاني واقعيت پر بنسټ سياسي ترتيب؛

او (۷) فکري بيداري او روحي يووالی.

دا ټکي په مستقيمه بڼه د يوې منبع نقل نه دي، بلکې د پرتليز تحليل تحقيقي استنباط دی.

پايله

د دې مقالې اساسي پايله دا ده چې د هند، جنوبي افريقا، او ايران نسبي برياوې د ګډ سياسي هدف، منظم سازماني جوړښت، او د واک د انتقال د يوې نسبي لارې له شتون سره تړلې وې.

افغانستان بيا له داسې ګډ بحران سره مخ و چې پکې دولت‌جوړونه، مشروعيت، ملي هويت، د رهبرۍ تشتت، او بهرنۍ لاسوهنه ټول يو ځای په کړکېچ بدل شوي وو.

د داود خان له جمهوريت څخه نيولې، د ثور تر کودتا، د خلق او پرچم تر زورواکۍ، د شوروي تر يرغل، د جهادي او تنظيمي جګړو تر پړاو، او د ۲۰۰۱م کال یر غل وروسته وارداتي “ سياسي نظم “ پورې، هرې دورې د افغانستان پر ملي وحدت او پايدار نظم خپل يو بل ډول فشار راوړی دی.

د دې تاريخي تسلسل ژوره معنا دا ده چې افغانستان ته يوازې سياسي بدلون نه، بلکې مشروع، ټول‌شموله، افغاني، او بنسټيز ملي تفاهم ته اړتيا ده.

تر هغو چې د مشروعيت، ملي هويت، سياسي مشارکت، او خپلواک تصميم‌نيونې مسئلې په يوه پراخ ملي چوکاټ کې حل نه شي، يوازې احساساتي شعارونه، تاريخي افتخار، يا وارداتي سياسي فورمولونه د افغانستان د ژغورنې لپاره بسنه نه شي کولای.

تاریخي حافظه او د علمي سیالۍ پخوانی ارمان

د دې تحليلي بحث ترڅنګ، د افغانستان د فکري او ښوونيزې فضا له پخوانۍ حافظې څخه يوه لنډه يادونه هم د پام وړ ده، ځکه کله ناکله د ملتونو پخوانۍ هيلې او روزنيز اوازونه د هغوی د اوسني حالت د ژور فهم لپاره مهمه کړکۍ پرانيزي.

د ليکوال د تاريخي حافظې له مخې، څه د پاسه شاوخوا شپېته کاله مخکې، کله چې نوموړی د نو بهار بلخ په لومړني ( ابتدايي ) ښوونځي کې د زده کړو په پړاو کې و، د ښوونځيو د مراسمو، جشنونو، او ملي روزنيزو پروګرامونو په ځينو ترانو کې به داسې بيتونه او اوازونه ويل کېدل چې د ملت د علمي بيدارۍ، پرمختګ، او له نړۍ سره د سيالۍ احساس يې راپاروه:

«بنگر که اروپا به کجا، ما به کجاییم؛ پسمانده چراییم؟»

دا کرښه او دا ډول ښوونيز اوازونه يوازې د يوه ښوونځي د جشن ترانې نه وې، بلکې د هغه وخت د ملي ذهنيت، تعليمي ارمان، او تمدني درد څرګندونه يې کوله.

د دې لنډ شعر معنا دا وه چې اروپا د علم، صنعت، تخنيک، نظم، او تمدني پرمختګ په ډګر کې تر موږ ډېره وړاندې تللې ده، او موږ بايد له ځان څخه وپوښتو چې ولې وروسته پاتې شوي يو او څنګه کولای شو د علم، پوهې، معارف، او منظمې هڅې له لارې د سيالۍ وړ شو.

په دې معنا، د افغانستان په ټولنيزه حافظه کې د علمي بيدارۍ، پرمختګ، او له نړۍ سره د سيالۍ تصور له پخوا څخه موجود و.

همدا ټکی د اوسني بحران له تحليلي فهم سره ژور تړاو لري: هغه ملت چې يو وخت يې د خپلو ښوونيزو ترانو په ژبه د علم، معارف، او تمدني سيالۍ ارمان بيانوه، ولې وروسته د دومره اوږدې بې‌ثباتۍ، جګړې، تشتت، او وروسته‌والي پر لور ولاړ؟

د دې پوښتنې ارزښت په دې کې دی چې زموږ ستونزه يوازې د نن ورځې سياسي ناکامي نه ده، بلکې د هغو تاريخي هيلو ماتېدل هم دي چې يو وخت زموږ د ښوونيز او ملي شعور برخه وې.

له همدې امله، د افغانستان د راتلونکي د بيا رغونې هره جدي طرحه بايد يوازې پر سياسي جوړښت بسنه ونه کړي، بلکې د علم، روزنې، فکري بيدارۍ، او تمدني اعتماد د بيا ژوندي کولو مسئله هم د ملي نجات د مرکزي شرط په توګه درک کړي.

وروستۍ فکري او وجداني خبرې

افغان ولس يوازې د تاريخ د غميزو لپاره نه دی پيدا شوی، او نه هم زموږ برخليک دا دی چې تل د نورو د سياليو ډګر، د پرديو د محاسبو قرباني، او د خپلو بې‌اتفاقيو اسير پاتې شو.

زموږ په تاريخ کې د مېړانې بابونه شته، د ايمان، غيرت، قربانۍ، او عزت پاڼې شته؛

خو يوازې په تېر وياړ ژوندي ملتونه نه جوړيږي.

ملتونه هغه وخت د نړۍ سيالان ګرځي چې د خپل درد له ژورې پېژندنې وروسته، د خپل ځان د اصلاح، د خپل فکر د سمون، د خپلو بنسټونو د جوړولو، او د خپل ملي وجدان د راويښولو اراده وکړي.

که موږ په رښتيا پوښتنه کوو چې:

«خدایه، موږ به کله د نړۍ سيالان شو؟»

نو د دې پوښتنې ځواب تر هر څه مخکې په موږ کې نغښتی دی.

تر هغو چې موږ له شخصي خودخواهۍ، تنظيمي تنګ‌نظرۍ، قومي بې‌باورۍ، علمي کمزورۍ، او اخلاقي ګډوډۍ څخه ځانونه راونه باسو، يوازې احساساتي شعارونه به زموږ د ژغورنې وسيله نه شي.

ملتونه تنها په دعا نه لوړېږي، خو با ید په یاد ولرو چی؛

دعا هغه وخت د تاريخ په بدلون اوړي چې له هڅې، صداقت، نظم، علم، او فداکارۍ سره يو ځای شي.

«إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ»

(سورة الرعد، ۱۳:۱۱)

د افغانستان د راتلونکي لپاره د دې الهي اصل معنا دا ده چې بدلون بايد له دننه پيل شي:

له فکره، له اخلاقو، له ملي شعوره، له امانتدارۍ، له علمه، له يووالي، او له دې باور څخه چې دا وطن د ټولو ګډ امانت دی، نه د څو کسانو شخصي ميراث.

نو د افغانستان د ژغورنې لاره يوازې په نظام بدلولو، د واک په نيولو، يا د بل چا په ملامتولو کې نه ده؛

بلکې په دې کې ده چې موږ يو داسې ملت شو چې خپل ځان وپېژنيو ، خپل ارزښتونه سم درک کړو، خپل اختلافونه په حکمت اداره کړو، او خپل راتلونکی په ګډه اراده جوړ کړو.

که دا بيداري راپيدا شي، افغانستان به يوازې د بحران نوم نه وي؛

بلکې يو ځل بيا به د عزت، وقار، او سيالۍ نوم شي.

تحليلي لنډيز

• په هند کې ګډ سياسي هدف او سازماني جوړښت سره يو ځای شول.

• په جنوبي افريقا کې مقاومت پر تفاهم او انتقالي نظم واوښت.

• په ايران کې ګډ دښمن لنډمهالی ائتلاف جوړ کړ.

• په افغانستان کې بيا هدف، بنسټونه، مشروعيت، او ملي اجماع هم‌مهاله کمزوري پاتې شول.

سرچينې او ماخذونه

[1] Brown, Judith M. “Gandhi as Nationalist Leader, 1915-1948.” In The Cambridge Companion to Gandhi, Cambridge University Press.

[2] Britannica. Indian National Congress. https://www.britannica.com/topic/Indian-National-Congress

[3] Nobel Prize. The Nobel Peace Prize 1993: Presentation Speech. https://www.nobelprize.org/prizes/peace/1993/ceremony-speech/

[4] South African History Online. Transition and negotiation, 1990-1994. https://www.sahistory.org.za/article/transition-and-negotiation-1990-1994

[5] Encyclopaedia Iranica. Constitution of the Islamic Republic. https://www.iranicaonline.org/articles/constitution-of-the-islamic-republic

[6] USIP. Democracy in Afghanistan: Amid and Beyond Conflict. https://www.usip.org/sites/default/files/2021-07/sr_497-democracy_in_afghanistan_amid_and_beyond_conflict.pdf

[7] World Bank. Afghanistan Risk and Resilience Assessment. https://documents1.worldbank.org/curated/en/221631623909921331/pdf/Afghanistan-Risk-and-Resilience-Assessment.pdf

[8] OECD. The State’s Legitimacy in Fragile Situations. https://www.oecd.org/en/publications/2010/02/the-state-s-legitimacy-in-fragile-situations_g1ghc6e5.html

[9] Britannica. Afghanistan War. https://www.britannica.com/event/Afghanistan-War

[10] Al Jazeera. Timeline: How September 11, 2001 led to US’s longest war. https://www.aljazeera.com/news/2021/9/6/timeline-how-september-11-2001-led-to-uss-longest-war

[11] The Washington Post. How U.S. efforts to rebuild Afghanistan backfired. https://www.washingtonpost.com/graphics/2019/investigations/afghanistan-papers/afghanistan-war-nation-building/

[12] Britannica. Soviet Invasion of Afghanistan. https://www.britannica.com/event/Soviet-invasion-of-Afghanistan

[13] Britannica. Afghanistan: Civil War, Communist Phase, 1978-92. https://www.britannica.com/place/Afghanistan/Civil-war-communist-phase-1978-92

[14] UNODC. Afghanistan opium cultivation in 2022 up by 32 per cent. https://www.unodc.org/unodc/frontpage/2022/November/afghanistan-opium-cultivation-in-2022-up-by-32-per-cent_-unodc-survey.html

محمد همایون همت

جرمنې 01.04.2026

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب