Home+ایران ته د امریکا ۱۵ ماده‌يي پلان

ایران ته د امریکا ۱۵ ماده‌يي پلان

غوث جانباز

د ۱۵ مادو پلان چې د راپورونو له مخې امریکا به یې ایران ته وړاندې کړي، د اسراییلي «۱۲ کانال» په حواله:

۱. پر ایران د ټول بندیزونو (تحریمونو) لغوه کول.
۲. د ملکي اټومي پروګرام (د برېښنا تولید) د پرمختګ او پراختیا لپاره د امریکا مرسته.
۳. د بندیزونو د بیا لګولو د ګواښ له منځه وړل.
۴. د یوې ټاکلې چوکاټ په دننه کې د ایران د اټومي پروګرام کنګلول.
۵. غني شوی یورانیم به پاتې شي، خو د څارنې لاندې او په موافقه شوو حدودو کې.
۶. د توغندیو پروګرام به په راتلونکې پړاو کې وڅېړل شي، د شمېر او واټن په اړه محدودیتونو سره.
۷. د اټومي پروګرام کارول به یوازې ملکي/دفاعي موخو ته محدود وي.
۸. د موجوده اټومي وړتیاوو پراختیا به درول کېږي.
۹. د یورانیم د غني کولو د وړتیاوو نور پراخوالی به نه کېږي.
۱۰. په ایران کې به د وسلو لپاره د اټومي موادو تولید نه کېږي.
۱۱. ټول غني شوي مواد به د موافقه شوو مهالوېشونو په ترڅ کې د اټومي انرژۍ نړیوالی اداری ته وسپارل شي.
۱۲. نطنز، اصفهان او فردو مرکزونه به له کاره وایستل شي (له منځه یوړل شي).
۱۳. د نړیوالې څارنې او تفتیش میکانیزمونه به رامنځته شي.
۱۴. تدریجي پلي کول به د ژمنو د مراعات پورې تړلي وي.
۱۵. د سیمې اړوند او امنیتي اضافي هوکړې به د اړخونو ترمنځ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...