Homeخبرونهامریکا د طالبانو له حکومته د نورو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه...

امریکا د طالبانو له حکومته د نورو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه

تاند (سه شنبه د وريحمل ۴مه) د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو افغانستان کې د طالبانو له بنده د خوشي شوي زنداني ډېنیس کویل په تړاو د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه مننه وکړه.

مارکو روبیو دغه د قطر د دوامدار ملاتړ او د هغو امریکایانو د ملاتړ قدردانی کړی چې په ناحقه په افغانستان کې بندیان دي.

روبیو زیاتوي، که څه هم دا د طالبانو له لوري یو مثبت ګام دی،خو زیاتوي چې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده او په خبره یې لا هم د محمود حبیبي، پاول اوربي او ټولو هغو امریکایانو سمدستي خوشې کېدل غواړو چې په ناحقه بندیان دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سترې محکمې د حکم له مخې یې ډېنیس کویل خوشې کړ. د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د کویل خوشې کول د هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړتیا لپاره ترسره شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې، امریکا او افغانستان به خپلې پاتې ستونزې د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې حل کړي.

روبیو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې «طالبان دې د یرغمل نیولو ډیپلوماسي  پای ته ورسوي».

له همدې امله د ټرمپ ادارې هم د کویل د درې خوېندو هڅې وستایلې، چې د هغه د خوشې کولو په بهیر کې یې مهم رول درلود

طالبانو یو امریکايي تبعه له یو کال بنده وروسته خوشي کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...