تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۴ مه) د افغانستان د طالبانو حکومت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکايي تبعه ډېنېس کویل یې، چې له یو کال څخه زیات بندي و، خوشې کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نوموړي کورنۍ د افغانستان ستر مشر ته لیک استولی و او د اختر په مناسبت یې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د اسلامي امارت سترې محکمې د هغه د بند موده کافي وبلله او د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه.»
دا پرېکړه هغه مهال اعلان شوه چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف محمد الکتبي او د کویل د کورنۍ یوه غړي سره وکتل. وزارت ویلي چې متحده عربي اماراتو د هغه په خوشې کېدو کې اسانتیا برابره کړې او کویل له خپلې کورنۍ سره په کابل کې یوځای شوی دی.
ډېنېس کویل چې ۶۴ کلن دی، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د افغان چارواکو لهخوا نیول شوی و. د هغه د کورنۍ لهخوا جوړې شوې وېبپاڼې ویلي چې نوموړي د علمي څېړونکي په توګه په قانوني ډول په افغانستان کې کار کاوه او د افغان ټولنو ملاتړ یې کاوه.
د کورنۍ په وینا، دپه بند په یوازې خونه کې ساتل کېده، آن د تشناب کارولو لپاره به یې اجازه اخیسته او کافي طبي پاملرنې ته یې لاسرسی نه درلود.
کویل لومړی ځل د ۲۰۰۰مې لسیزې په پیل کې افغانستان ته تللی و، څو د هېواد ژبنۍ تنوع وڅېړي او له خلکو سره مرسته وکړي چې په خپلو ژبو کې تعلیمي سرچینې جوړې کړي. د راپورونو له مخې، هغه له افغانانو سره نژدې اړیکې درلودې او د هغوی له کلتور سره یې ژوره مینه لرله.
تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي و چې افغانستان د ناحقو بندونو د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شوی دی. افغان چارواکو دا خبره د افسوس وړ بللې وه او د دواړو لورو ترمنځ یې خبرو او د د هغو کسانو خوشي کېدو ته اشاره کړې وه چې پخوا یې خلاص کړي وو.
په ۲۰۲۵ کال کې، پنځه امریکايي وګړي هم د طالبانو لهخوا د «ښه نیت» په توګه خوشې شوي وو.