تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۴ مه) سره له دې چې په پاکستان کې دېره افغان کډوالو د اختر په شپو ورځو کې هم د يولیسو له لوري د دوی د نیولو راپورونه ورکړي، پاکستاني رسنیو نن وویل د اختر له له پای ته رسېدو وروسته، د خیبر پښتونخوا په کچه د بېاسناده افغان کډوالو پر ضد عملیات چټکېږي.
د پاکستاني رسنۍ وايي، د اختر په ورځو کې د نیونو بهیر په موقتي ډول درول شوی و، څو کورنۍ وکولای شي اختر په ارامه فضا کې ولمانځي. اوس باور کېږي چې د قانون پلي کوونکې ادارې به د اړوندو قوانینو له مخې سخت اقدامات بېرته پیل کړي، او هغه کسان به ونیسي چې قانوني اسناد نه لري.
د نهو افغان کډوالو کمپونو د تړلو بهیر، چې د رخصتیو په لړ کې ځنډول شوی و، ډېر ژر بیا پیلېږي.
په همدې حال کې، ټاکل شوې چې له سبا څخه د افغان وګړو د داوطلبانه بېرته ستنېدو یو پراخ کمپاین هم پیل شي.
د هغو افغان کډوالو لپاره چې «تابعیت کارتونه» لري، د پالیسۍ له مخې اقدامات لا دمخه پیل شوي.
په پېښور کې د کډوالو د معلوماتو د تازه کولو لپاره نوې سروې بیا پیل شوې، او تمه ده چې په راتلونکې اوونۍ کې به بشپړ معلومات راټول شي.
ځانګړې پاملرنه به د هغو کډوالو پر معلوماتو وشي چې سوداګرۍ لري، هغو کسانو ته چې په ناقانونه ډول یې د پاکستان پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي، او هغو افغان ښځو ته چې له پاکستاني نارینه وو سره واده شوي.
چارواکو همداراز د کډوالو د کاروبارونو او شتمنیو په اړه معلومات راټولول پیل کړي، چې ویل کېږي ارزښت یې د میلیونو روپیو ته رسېږي.