تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۶ مه) د افغانستان د پلازمېنې کابل د معتادانو د درملنې پر مرکز باندې د پاکستان له هوايي برید وروسته، د قربانیانو کورنۍ د روغتون مخې ته راټولې شوې دي څو د خپلو عزیزانو په اړه معلومات ترلاسه کړي. د طالبانو چارواکو ویلي چې په دې برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي دي.
د معتادانو د درملنې پر روغتون دا برید په ځايي وخت د دوشنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې وشو.
بریالي امیري، یو ۳۸ کلن میخانیک، د سې شنبې په ورځ دغه روغتون ته تللی و څو خپل ورور پیدا کړي. د هغه ورور شاوخوا ۲۵ ورځې مخکې دې مرکز ته د درملنې لپاره داخل شوی و.
امیري فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل:
«موږ ته سم معلومات نه راکول کېږي. تر اوسه نه پوهېږو چې هغه چېرې دی.»
په همدې وخت کې ژغورونکي د نړېدلو ودانیو له خاورو څخه د خلکو د راایستلو هڅه کوله.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه
افغانستان او پاکستان له څو میاشتو راهیسې په شخړه کې دي. اسلاماباد افغانستان تورنوي چې وسلهوالې ډلې پکې پناه لري او له هغه ځایه د پولې هاخوا بریدونه کوي.
د تاوتریخوالي وروستۍ څپه چې تېره میاشت پیل شوه ــ یوازې دوې ورځې مخکې له هغه چې د نړۍ پام د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل جګړې ته واوړي ــ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته نښته بلل کېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورند کرښه تېره شوې چې شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده ده.
دا جګړه د ځینو دوستو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین، د منځګړیتوب له هڅو وروسته لږه کمه شوې وه، خو وروسته بیا بېرته شدیده شوه.
د پاکستان دریځ
پاکستان د افغانستان دا ادعا رد کړې چې ګواکې په وروستي برید کې ملکي وګړي په نخښه شوي دي. اسلاماباد ټینګار کوي چې دوی پر پوځي تأسیساتو او د ترهګرو د ملاتړ پر بنسټونو دقیق بریدونه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت ویلي:
«د پاکستان بریدونه په ډېر دقت سره ترسره کېږي څو هېڅ ډول ملکي زیان رامنځته نه شي.»
اسلاماباد د افغانستان ادعاوې ناسمې او د عامه افکارو د تېرایستلو هڅه بللې ده.
د برید پر مهال د ناروغانو شمېر
د روغتیايي چارواکو په وینا، د برید پر مهال په دې مرکز کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ ناروغان موجود وو.
دا برید په داسې وخت کې وشو چې د کابل اوسېدونکو تازه روژه ماته کړی وو.
د ملګرو ملتونو غبرګون
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وویل چې هوايي بریدونو او ملکي تلفاتو راپورونو سخت اندېښمن کړی دی.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:
«له ښکېلو لورو غوښتنه کوم چې تاوتریخوالی کم کړي، ډېر زغم وښيي او نړیوال قوانین، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او ملکي ځایونو لکه روغتونونو په ساتنه کې رعایت کړي.»
د شاهدانو کیسې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې په دې برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.
شاهدان وايي چې کله خلکو د ماښام لمونځ پای ته ورساوه، درې چاودنې واورېدل شوې. د دوی په وینا، دوه بمونه د ناروغانو پر خونې او د درملنې پر برخې ولګېدل.
یو ۵۰ کلن سړی احمد رویټرز خبري اژانس ته وویل:
«ټولې سیمه اور واخیست. داسې وه لکه د قیامت ورځ.»
هغه زیاته کړه:
«زما ملګري په اور کې سوځېدل او موږ ونه شو کولای ټول وژغورو.»
د امبولانس چلوونکي روایت
د امبولانس چلوونکي حاجي فهیم وویل چې هغه له برید لږ وروسته سیمې ته ورسېد.
ده وویل:
«کله چې ورسېدم، هر شي اور اخیستی و، خلک سوځېدل.»
هغه زیاته کړه چې سهار بیا ورته زنګ ووهل شو او وویل شول چې بېرته راشي ځکه لا هم تر خاورو لاندې جسدونه پاتې دي.
د روغتون په اړه معلومات
دا کلینیک په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی و او د سلګونو کسانو درملنه پکې کېده.
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، دې مرکز د درملنې ترڅنګ ناروغانو ته مسلکي زدهکړې هم ورکولې، لکه:
- خیاطي
- ترکاڼي
تر څو هغوی وکولای شي وروسته کار پیدا کړي او عادي ژوند ته بېرته راستانه شي.