د زاړه سرویس موټر ټولي چوکۍ یې ایسته کړي دي.
ټول موټر د غنمو، جوارو او نورو خوراکي شیانو له ګونیو ډک دئ.
پر دغه بوجیو یو څو سپین سري، سپین ږیري او کوچنیان ناست یوو.
لار ځکه را باندي و غمېده، چي سړک دومره خراب او ان په ځینو ځایونو کي یو مخ سړک نه سته او سپېرې خاوري تر زړو دروازو او ماتو کړکیو د موټر نس ته په پېخر را رواني دي.
سپین سرو ښځو خپل مخونه په چادریو یا تورو پوړینانو کي له دوړو څخه پټ کړي دي.
سپین ږیرو خلکو خپلي شملې پر خوله او پزو ټینګي ور تاو کړي دي.
موږ کوچنیان چي هر واري ساه و کاږو ځیګر مو لا له خاورو ډک سي.
ما خپل دواړه لاسونه پزي ته نیولي دي، خو زما په لاسونو کله دا دومره دوړي او خاوري را ګرځي.
هر وار چي موټروان د موټر ګېر بدل کړي، نو ټول سپاریان سره و شاربي.
موټر د سړک د ډېر خرابوالي له لاسه لکه ځانګو ځنګېږي.
زه د خپلي مور و څنګ ته ناست یم، د موټر ږغ ډېر لوړ دی، د ټولو مسافرو مخونه او کالي په خاورو ککړ دي، موټروان یوازي لاري ته ګوري او نور د چا په کیسه کي نه دی.
له یوې خوا ګرمي، له بلي خوا ډېري دوړي، د موټر لوړ ږغ او تریخ دود وار په وار سپاریان ستړي کوي.
له سهار را هسي مي څو واري د مور څنګ ته د پرتې پلاستکي ډبې څخه اوبو و څښلې، خو اوس هغه هم تودې سوي دي او تنده مي نه په ماتېږي.
منزل نژدې دی، خو خرابي لاري، زوړ موټر او سپېرو دوړو ټول بې زاره کړي یوو، مګر چاره یې څه ده؟
په وطن کي د روسانو یرغل هر څه ګډوډ کړي دي.
موږ ټولو غوښتل د سپین بولدک له لاري پاکستان ته ولاړ سوو.
زما دوه مشران وروڼه وار تر مخه لا د هجرت په نامه تر ډیورنډ کرښه اوښتي وو.
زه او مور په میاشت کي یو یا دوه واري خامخا د دوی لیدولو ته ورځو تر څو له حاله یې ځان خبر کړو.
هغه وخت، چي به تخته پل یا د شګي ولسوالۍ ته، موټر ور و رسېدی، نوسپاریان به خوشحاله سول، ځکه دا د کندهار ښار او د سپین بولک ولسوالۍ تر منځ تقریباً نیمایي مزل دئ.
زموږ د سپرلۍ موټر هم د شګي ولسوالۍ څنګ ته د پرتو کوکو ( لرګین دوکانونه ) سره و درېدی.
دا وخت، نو نژدې د ماپښین درې بجې دي، دلې نژدې د اوبو یخ څاه دئ، ټول مسافران را کښته سول، سپین سرو چادرۍ یا پوړني او سپین ږیرو خپل کالي او لونګوټې له خاور و څنډلې.
د ولسوالۍ یو افغان عسکر، چي پر دغه یخ څاه د اوبو ستل ډکوي ټولو سپین سروښځو، کوچنیانو او سپین ږیرو ته په نوبت اوبه را و کښلې.
هري سپرلۍ د ماپښین لمانځه ته اودسونه تازه کړل او له ځان سره یې د اوبو دڅښلو لپاره راخیستي ډبې او بوتلان له تازه اوبو ډک کړل.
ټولو مسافرو افغان عسکر ته « پر ځوانۍ دي برکت سه زویه!! » دعا و کړه.
له لمونځونو وروسته هر چا له ځان سره را خیستي خواړه یا وچه ډوډۍ د څاه له یخو اوبو سره تر ستوني تېره کړه.
ما او مور هم د تناره ډوډۍ او یو څه د ماخستن پاته سوي سړې غوښي له اوبو سره نوشيجان کړې.
موټروان تر لمانځه وروسته یو سوخ شنه نسوار خولې ته واچول، د موټر بانټ یې پورته او یو ګېلن اوبه یې موټر ته ور ختا کړې شاوخوا یې سپاریان تر نظر تېر کړل.
ځیني سپاریان لا سم ماړه سوي نه وو، چي موټروان پر را ږغ کړه: « ژر کوئ نا وخته کېږي!! »
د موټروان له ږغ سره سم ټول سپاریان لکه عسکر په یوه حمله موټر ته پورته او پر خپلو ځایونو کښېنستلو.
موټر بېرته هغسي په دوړو کي یوې او بلي خوا ته د مېږي په ګام روان سوو.
تر لږ مزل وروسته د موټر لړزېدل زیات او بیرته ژر کرار یوې څنډي ته ودرېدی موږ یو اوبل ته سره وکتل، چي خیر څه پېښه ده ؟
موټروان، چي له ګرد او غباره یې مخ د پټو/څادر څخه د جوړي کړي لنګوټې په شمله پټ کړی راواړوی ” نه پوهېږم څه بلا ووهی حرکت نه کوي زه یې ګورم.”
ځیني سپاریان له موټره کښته سول، ما هم غوښتل، چي لاندي تا سم، خو مور مي تر لمن راکش کړم
” مه ځه دباندي سور لمر دی ناجوړی کېږې”
د مور خبره مي ومنل بیرته پر ځای کښېناستم .
موټروان نژدې نیم ساعت اخته سو، بیا یې پر سپاریانو ږغ کړ : « هلۍ ژر و خېژۍ، چي نا وخته دئ!! »
دا وار هم زوړ سرویس د مخکي په ډول ځانګو، ځانګو د لنډ منزل پر خوا اوږد مزل شروع کړ.
تر څو ساعته اوږد مزل ورورسته د ماځیګر لمر پر لوېدو ؤ، چي موټر بولدک اډې ته ورکاټ سو موږ ټولو شکرونه و کښل، چي « په خیر را و رسېدلو »
محمدابراهیم سپېڅلی
بن ښار _ جرمنی
١٦/ مارچ/ ٢٠٢٦