Homeخبرونههند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۲۴ مه) د هند حکومت د شنبې په ورځ د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید بشپړ درناوی وشي.

د هند د باندنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وویل: «هند د پاکستان هغه هوايي بریدونه غندي چې د افغانستان په خاوره کې ترسره شوي او د څو ملکي وګړو د وژل کېدو او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي دي.»

هغه زیاته کړه: «دا د پاکستان د واکمنو بنسټونو له لوري یو بل تېری دی چې لا هم د یو خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني لري.»

جیسوال دا څرګندونې د رسنیو د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د پاکستان له لوري پر افغانستان د ترسره شوي هوايي برید په اړه شوې وه.

هغه وویل: «هند یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید په بشپړه توګه رعایت شي.»

په وروستیو اوونیو کې د پاکستان پوځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په ترڅ کې د افغانستان دننه څو هوايي بریدونه کړي دي.

په وروستي هوايي بریدونو کې، چې په کابل، پکتیکا، کندهار او پکتیا کې وشول، لږترلږه ۴ ملکي وګړي ووژل شول او تر لسو ډېر نور ټپیان شول.

همداراز په کندهار کې د کام اییر خصوصي هوايي شرکت او څو نړیوالو ادارو د تېلو مخزنونه ویجاړ شول چې د لکونو ډالرو زیات یې پېښه کړ.

ملګروملتو هم د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تایید کړه.

1 COMMENT

  1. هغه پخوانی متل دی چي وایي(خونه که مي وسوه دیوالونه ئي پاخه سوه )دنوروډیروګټوترڅنګ موداګټه هم وکړه چي چټستان ته به په ټول افغانستان حلال زاده دوست نه وي پاته ، زه پوره باوري چي په داتر پنځه څلویښت کاله لاډیر په ټول هیوادکي هیڅوک ددوي دښوکړو یوډیرکوچنی یادهم نلري چي دڅان سره یادکړي اوزړه په خوشحاله کړي نوزما په انداساسي چاره په کارده هغه چاره چي دهیواد مشران به په پوهیږي. ځکه داهره ورځ وژني خوهم دتحمل وړندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...