پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهولې انسان په ژمي زیات خوب کوي؟

ولې انسان په ژمي زیات خوب کوي؟

تاند – کله چې هوا سړه شي، نو سهار له بستره پاڅېدل ګران ښکاري او د ورځې په اوږدو کې یو ډول سستي او خوبولي توب احساسېږي. ډېر خلک داسې احساس کوي چې که څه هم ټوله شپه یې خوب کړی وي، بیا هم خوب یې پوره نه دی شوی. که تاسو هم داسې احساس کوئ، اندېښنه مه کوئ، ځکه په ټوله نړۍ کې میلیونه خلک له دې حالت سره مخ دي.

د طبي کارپوهانو په وینا، د ژمي په موسم کې د انسان بدن په طبیعي ډول د زیات خوب غوښتنه کوي. که څه هم په عمومي ډول هر بالغ انسان ته هره ورځ له ۷ تر ۹ ساعتونو خوب ته اړتیا وي، خو په ژمي کې دا اړتیا نوره هم زیاتېږي.

د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې د جرمني د سینټ هېدوېګ روغتون کې شوې څېړنې ښودلې چې په سړه هوا کې انسانان د معمول په پرتله زیات او ژور خوب ته اړتیا لري. د څېړنې له مخې، په ژمي کې نه یوازې د خلکو خوب ژور وي، بلکې د خوب منځنی وخت هم د اوړي په پرتله نږدې یو ساعت زیات وي. خو د ورځنیو بوختیاوو له امله ډېر خلک دومره اوږد خوب نه شي کولای، چې پایله یې د ورځې سستي او خوبولي توب وي.

کارپوهان وایي چې د خوب کیفیت د وخت له اندازې هم ډېر مهم دی. څېړنې دا هم ښودلې چې په ژمي کې د ژور خوب (Deep Sleep) موده شاوخوا ۳۰ دقیقې زیاتېږي، چې دا د حافظې، پاملرنې، مزاج او د بدن د دفاعي نظام لپاره ډېر ګټور دی.

د ژور خوب پر مهال د دماغ فعالیتونه چټکېږي او په همدې پړاو کې خوبونه هم لیدل کېږي، چې د ذهني روغتیا لپاره مهم رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...