Homeخبرونهپه احمدشاه‌بابا هوايي ډګر کې د کابو ۱۴۰ سکو د قاچاق مخه...

په احمدشاه‌بابا هوايي ډګر کې د کابو ۱۴۰ سکو د قاچاق مخه ونیول شوه

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د کندهار چارواکي وایي چې سرحدي پولیسو د احمدشاه بابا د نړیوال هوايي ډګر له لارې د ۱۳۹ تاریخي سکو د قاچاق هڅه ناکامه کړې ده.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر عبدالشكور څپاند باختر خبري آژانس ته ویلي چې دا سکې د پاچا امان‌الله خان او پاچا ظاهر شاه د واکمنیو په دورو پورې تړاو لري.

چارواکو ویلي، یوه افغان تبعه هڅه کوله چې دا سکې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته انتقال کړي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبرپاڼې له مخې، دا تاریخي سکې به له پاکولو او ترمیم وروسته د کندهار په موزیم کې نندارې ته کېښودل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...