پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبان وايي، انترنیټ یې بند کړی نه و، تخنیکي ستونزه وه

طالبان وايي، انترنیټ یې بند کړی نه و، تخنیکي ستونزه وه

تاند(چهارشنبه. د تلې/میزان ۹ مه) په افغانستان کې د انترنیټ له درې ورځینۍ پرچاوۍ وروسته د طالبانو حکومت د انټرنېټ بندیز رد کړ  تږ ړرې ورځینۍ پرچاوي یې تخنیکي ستونزه وبلله.

نن په افغانستان کې د انترنیټ له بیا فعالیدو وروسته د طالبانو حکومت په لومړۍ عامه اعلامیه کې وویل دا پرچاوي د «نوري فایبر د زړو زېربناوو د زوال» له امله و، او اوس یې پر ځای د نوي کولو کار روان دی.

د طالبانو «الاماره» ویبپاڼې د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله راپور ورکړی چې د ټول هېواد د انټرنېټ د بندېدو راپورونه «ګنګوسې» دي. هغه ویلي: «داسې څه نه دي لکه شایعات چې خپاره شوي، موږ پر انټرنېټ هېڅ ډول بندیز نه دی لګولی.»

د انټرنېټ د څار بنسټ NetBlocks د دوشنبې په ورځ د ماښام شاوخوا ۵:۳۰ بجې د «انټرنېټ د نه لاسرسي » راپور ورکړی او وروسته یې ادعا وکړه چې په ټول هېواد کې انترنیټ په عمومي ډول بند شوی دی. دغه بندښت تر ۴۸ ساعتونو زیات دوام وکړ او د طالبانو چارواکي هم په دې اړه ګډوډ وو چې څه پېښ شوي.

یو طالب مشر په کابل کې NBC News ته وویل: «موږ نه پوهېږو په هېواد کې څه روان دي. هېڅ څوک موږ ته نه وايي، ځکه ډېری خلک له یو بل سره د اړیکو وسیلې نه لري.»

دغه بندښت څو اوونۍ وروسته له هغه پېښ شو چې د طالبانو چارواکو په ځینو ولایتونو کې د «غیر اخلاقي کړنو» د مخنیوي په موخه د براډبین انټرنېټ پرې کول پیل کړي وو.

د بشري حقونو ډلې وایي، د انټرنېټ دغه بندښت به پراخې پایلې ولري، ځکه دا لا له وړاندې ورځنی کاروبار او د بیړنیو مرستو کارونه ګډوډ کړي دي.

ډیری افغانانو، چې له بهره خپل هیواد ته روان وو، جبوره شوي چې یا په درېمګړو هیوادونو کې د درو شپو لپاره د هوټل لګښت په غاړه واخلي او یا بیرته خپلو اصلي ځایونو ته وګرځي.

هوايي شرکتونو، ګمرکونو، سوداګرو، انلایت کاروباریانو او ګڼو نورو کسانو چې کاروبار یې له انترنیټ سره تړلی و، د دې پرچاوۍ له کبله ډېر مالي تاوانونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...