Homeخبرونهبلوچستان کې د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي

بلوچستان کې د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي

تاند (شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند د موټرو تم‌ځای کې د بمي چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي دي.

پېښه د بلوچستان په چمن سیمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې پنځه کسان د چاودنې له امله ځای پر ځای وژل شوي او یوه کس په روغتون کې سا ورکړې ده.

وژل شوي دوه تنه د چمن اوسېدونکي دي.

چارواکي وايي د چاودنې څرنګوالی لامعلوم نه دی او په تړاو یې پلټنې روانې دي.

په ورته مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت پېښه غندلې او ویلي یې دي چې عاملین به ژر ونیول شي.

تر اوسه چا یا کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. په بلوچستان کې وسلوالې ډلې وخت ناوخت پر حکومتي ودانیو، پوځ او پولیسو بریدونه کوي.

په دې وروستیو کې دغو بریدو سخت زور اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...