تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) د اسراییل پوځ د سېشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) اعلان وکړ چې د حماس د توندلاروې ډلې لوړپوړي مشران یې په نښه کړي دي. د قطر او نړیوالو رسنیو په وینا، دا برید د قطر په پلازمېنه دوحه کې شوی دی.
په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د دوحې د «کتارا» له سیمې لوګي پورته کېږي.
وروسته قطر دا پېښه د اسراییل «بزدلانه برید» وباله او محکوم یې کړ. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، دا کار «د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو څرګنده سرغړونه» وبلله.
د هغه په وینا، برید پر یوې استوګنې سیمې شوی چې د حماس د سیاسي دفتر څو غړي پکې اوسېدل.
د اسراییل پوځ په خپله خبرپاڼه کې، چې په ایکسپاڼه کې خپره شوې، د برید ځای ته اشاره نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې له برید وړاندې یې «ګامونه پورته کړي وو څو ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي».
خو د اسراییل یوه چارواکي اسوشیتډپریس ته تأیید کړې چې د برید هدف په قطر کې د حماس مشران و. د اسراییل کان چاینل هم ویلي چې په دوحې کې د حماس پر مشرانو برید شوی دی. د دې شبکې خبریال ګیلي کوهن ویلي چې اسراییلي چارواکو ورته ویلي نن په دوحه کې برید شوی دی.
اسراییلي پوځ ویلي هغه کسان چې په برید کې په نخښه شوي، کلونه یې د حماس مشري کړې او په مستقیم ډول د دوه کاله مخکې د اکتوبر د اوومې نېټې د برید مسؤل وو.
حماس ته نژدې سرچینو فرانس پریس اژانس او العربیه رسنۍ ته ویلي چې اسراییل د دې ډلې پر مرکچي پلاوي برید کړی دی.
د اسراییل د پوځ لوی درستیز، ایال زمیر، څو ورځې وړاندې ویلي و چې اوس د حماس د مشرانو د حساب ورکولو وخت رارسېدلی، که هغه د فلسطین له خاورې بهر هم وي.
د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو، تېره جمعه د «ابوعلي اکسپریس» ټیلیګرامي کانال ته ویلي وو: «ژر به غافلکوونکي اقدامات ولرو» خو نور جزییات یې نه وو ورکړي.
د حماس مشرتابه د روانې اوونۍ په پیل کې د دوحې په ریتزکارلتون هوټل کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره لیدلي وو.
اسراییل له قطر سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو د اسراییل لوړپوړي چارواکي څو ځله د قطر له مشرانو سره، په ځانګړي ډول د حماس او د غزې د جګړې پر موضوعاتو، د خبرو لپاره لیدلي دي.