Homeخبرونهسعودي د کونړ له زلزله ځپلو سره ۲۱۰ټنه خوراکي توکي مرسته وکړه

سعودي د کونړ له زلزله ځپلو سره ۲۱۰ټنه خوراکي توکي مرسته وکړه

‏تاند (پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۳مه) افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، سعودي عربستان زلزله ځپلو سره ۲۱۰ټنه خوراکي توکي مرسته کړې.

یادې ټولنې ویلي، دغه مرستې کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارلې دي.

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ویلي، چې د افغانستان ختیځ کې زلزله ځپلو سره یې ۱۰۵ ټنه مرستې اړین خوراکي توکي، درمل، خیمې او کمپلې پکې شاملې دي افغانستان ته استولې دي.

تیره ورځ ناوخته کابل کې د ترکیې سفارت هم اعلان وکړ چې ۲۵ ټنه خوراکي او نور اړین توکي یې د زلزله ځپلو لپاره کونړ ته لیږلي دي.

د اروپايي ټولنې له ډلې ایرلنډ بیا ۵۰۰ زره یورو مرستې اعلان کړی دی.

د مالوماتو له مخې د یادونې ده، چې د هېواد ختیځو ولایتونو کې وروستۍ زلزې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

تر دې دمه د ۱۴۵۷ تنو د مړینې او تر ۳۵۰۰ د پورته ټپیانو منښته شوې، خو تازه د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ویلي، چې د مړو شمېر لوړ شوی، او وروسته به یې رسنیو سره شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...