دا خبر تازه کېږي
تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) له کونړ او ننګرهار څخه وروستي راپورونه وايي چې د تېرې شپې د زلزلې د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدو دی. تر دې دمه (د سهار ۶ بجې) لږترلږه د ۲۰ تنو مړینه او د څه باندې سل تنو ټپي کېدا تایید شوې ده.
په کونړ کې د ډېرو کسانو د مرګ ژوبلې ویره ده. تراوسه په کونړ کې د ۱۰ تنو مړینه تایید شوې ده. د دغه ولایت روغتونونو ته د شاوخوا سلو ټپیانو د رسیدو ویل شوي. په ننګرهار کې تر دې دمه د ۹ تنو وژل کېدا او د لسکونو نورو ټپي کېدا تایید شوې ده.

خو د دې لپاره چې ممکن ډېر تلفات په لیري پرتو غرنیو سیمو کې اوښتي وي، د مرګ ژوبلو دقیقه شمېره ښايي د ورځې تر پایه څه نا څه څرګنده شی.
همداراز راپورونه ښيي چې په کونړ او ننګرهار کې لسګونه (ښايي سلګونه) کورونه ویجاړ شوي دي.
د زلزلې له کبله لږترلږه ۱۰ تنه مړه او ۱۰۰ نور ټپیان شوي
له کونړ څخه راپورونه وايي چې د تېرې شپې (څو ساعته مخکې) زلزلې په دغه ولایت کې د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.
ځینې سرچینې وايي چې په کونړ کې لسکونه کسان مړه شوي خو اکثره تلفات په غرنیو سیمو کې اوښتي او له دې کبله چې لا تیاره ده، کره راپورونه نه ترلاسه کېږي.
له جلال اباد څخه طبي پرسونل او ژغورونکي کونړ ته لېږل شوي.
ځايي اوسیدونکي وايي چې له لومړۍ سختې زلزلې وروسته څو نورې زلزلې شوي دي.
ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت روغتونونو تر تر سلو ډېر ټپیان رسول شوي او لا هم له لیرې سیمو د نورو ټپیانو د انتقال احتمال شته.
راپورونه وايي چې په ننګرهار کې لترلږه ۱۰ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. په دره نور ولسوالي کې د تېرې شپې د زورورې زلزلې له کبله لږترلږه پنځه تنه مړه شوي.
همداراز په ستن او یو شمېر نورو کلیو کې یو شمېر کورونه نړېدلي دي.
دره نور غرنۍ سیمه ده او ډېر کورونه پکې خام او له تیږو او خټو جوړ دي.
زلزلې په دره نور ولسوالي کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۴ تنه وژلي
په ستن کلي کې په يو کور کې د خونې د چت د پريوتلو له امله دوه ماشومان مړه او په يوه بل کور کې څلور ماشومان ټپيان دي.
له بلې خوا د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، د تېرې شپې د زلزلې له امله حوزوي روغتون ته د وروړل شويو ټپيانو شمېر ۱۵ تنو ته لوړ شوی دی.
وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شي ځکه چې لا هم له لیرې سیمو څخه راپورونه نه دي ترلاسه شوي.
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دې زلزلې له امله په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته د سر او مالي تاوانونه اوښتي او د مسوولانو تر څنګ ځايي خلک هم د زلزله ځپلو د ژغورنې پهڅې کوي.
مجاهد پر خپله ایکسپاڼه کې همداراز لیکلي چې زلزله ځپلو سیمو ته له مرکز او نژدې ولایتونو مرستندوی ټيمونه پر لاره دي.
ده ټینګار کړی چې د زلزله ځپلو د ژغورنې لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.
د زلزله پېژندنې د ادارو د لومړنیو راپورونو له مخې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۲ درجې و، نن شپه د افغانستان جنوب ختیځې سیمې په داسي حال کې ولړزولې، چې اکثره خلک په درانه خوب ویده وو.
د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې مرکز د مځکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې بللی دی. هر څومره چې د زلزلې مرکز ژر وي خېر یې کم وي خو د دې زلزلې مرکز د هرات تېر کال د زلزلو په شان ژور نه دی او خطرناکه ګڼل کېږي.
د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د دې زلزلې شدت ۶ درجې ښودلی او ویلي چې په ځايي وخت د شپط په ۱۲ بجې او ۴۷ دقیقې ثبت شوه.
راپورونه ښيي چې د زلزلې مرکز د ننګرهار ولات له مرکز جلال اباد څخه یوازې ۴۲ کیلومتره لري و.
د دې زلزلې ټکانونه په کابل، خیبرپښتونخوا او نوي ډیلي کې هم احساس شوي دي.
د زلزلې په مهال څه وکړو؟
که په ودانۍ کې یاست:
- له کړکیو، سترو الماریو، بخاریو او نورو درنو شیانو لېرې شئ، ممکن پر تاسو در وغورځي.
- د ډوډۍ خوړلو یا لیکلو مېز لاندې پټ شئ او که په زلزله کې وخوځېدل، پښې یې ټینګې ونیسئ.
- که استوګنیزه مېنه کې یاست، د زلزلې پر مهال بهر یا لاندې په پوړیو (زینو) کې منډه نه کړئ، ځکه ممکن د لوېدو یا غورځېدلو پر مهال ټپي شئ.
- پخلنځی د زلزلې پر مهال یو ډېر خطرناک ځای دی، ترې لېرې شئ.
- له یخچال، المارۍ او د کور د لوړو او درنو وسایلو له څنګه لېرې شئ.
که له ودانۍ بهر یاست:
پرانیستې فضا ته لاړ شئ او له ودانیو، برېښنا تارونو، دودکشونو او هر بل شي لرې شئ، چې ممکن پر تاسو در وغورځي.