تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د افراسیاب خټک په شمول یو شمېر سیاستوالو، مدني فعالانو او د افغان کډوالو استازو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د کډوالو د ایستلو ضربالاجل لغوه کړي او دا بهیر سمدستي ودروي.
دوی دا غوښتنه د سې شنبې په ورځ د سنبلي په ۴مه په اسلاماباد کې په یوه خبري غونډه کې وکړه چې په کې افراسیاب خټک، فرحتالله بابر، او د پاکستان د سناجرګې پخوانۍ غړې آمنه جنجوعه ـ ـ د افغان کډوالو استازو او یو شمېر نورو سیاستوالو او مدني فعالانو ګډون درلود.
دې ائتلاف لهخوا د خپلې خبري غونډې په پای کې په یوه بیان کې چې د افغانانو جبري ایستل، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او ځوانانو، د انساني اصولو، د پاکستان د اساسي قانون او نړیوالو معیارونو خلاف دي. هغوی خبرداری ورکړ چې د دې بهیر دوام به د بشري ناورین سبب شي.
د بیان له مخې، د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې تر اوسه تر ۱.۲ میلیونه ډېر افغانان له پاکستان څخه ایستل شوي او تر ۳ میلیونه زیات نور، چې د پیاوآر (PoR) او اېسيسي (ACC) کارتونه لري، د جبري شړلو له فوري ګواښ سره مخامخ دي.
په بیان کې راغلي چې د پاکستان د کډوالو د ایستلو پرېکړه میلیونونه افغانان د زندان، ځورونې او جدي زیان له خطر سره مخامخ کوي. دوی له پاکستانه وغوښتل چې د جبري ایستلو پر ځای، یو عادلانه او انساني سیسټم رامنځته کړي چې د کډوالو د کته ګوري کولو لپاره وکارول شي، او هغو افغانانو ته چې قانون ته ژمن دي د استوګنې، او کار جواز او ان تابعیت لپاره قانوني لارې پرانیزي.
په بیان کې همداراز ویل شوي چې ځوانان، ښځې، ماشومان او لويان چې ټولنې ته ګټه رسوي، باید په پاکستان کې د پاتې کېدو فرصت ولري.
دغه ائتلاف همداشان یادونه کړې چې افغانانو د لسیزو په اوږدو کې په پاکستان کې د زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او سوداګرۍ په برخو کې رغنده رول لوبولی او باید د دې هېواد د ټولنې د نهجلا کېدونکي برخې په توګه وپېژندل شي.
د پاکستان د حکومت د ضربالاجل پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه د شاوخوا ۱.۴ میلیون هغو افغانانو د ایستلو بهیر پیل شي چې د “پیاوآر” کارتونه لري، او همدارنګه د نژدې ۸۰۰ زرو هغو افغانانو چې د “اېسيسي” کارتونه لري.
د روانې میاشتې په پیل کې پاکستان له هغو افغانانو بیاغوښتنه وکړه چې ویزې نه لري څو له دې هېواده ووځي. د افغان کډوالو د ایستلو پلان په لومړي ځل په ۲۰۲۳ کال کې پيل شو. له هغه وخت راهیسې تر اوسه تر یو میلیون ډېرو افغانانو دا هېواد پرېښی دی.
په عین وخت کې، پاکستان له دوو میاشتو راهیسې د ویزو غځولو بهیر درولی دی، او له همدې امله حتا هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او غواړي په دغه هېواد کې پاتې شي، د خپلو ویزو د تمدید توان نه لري. دې چارې په ځانګړي ډول هغه افغانان اندېښمن کړي چې له پاکستان څخه درېیمګړي هیواد ته د تلو په انتظار کې دي.