جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پوهنتونونو له نصابه ۱۸ مضامین یو مخ وایستل شول

د پوهنتونونو له نصابه ۱۸ مضامین یو مخ وایستل شول

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزارت ویلي چې د هېواد د پوهنتونونو او لوړو زده‌ کړو مؤسسو یو شمېر درسي مضامین یې له سره کتلي او یو شمېر نور یې حذف کړي دي.

دغه وزارت پوهنتونونو ته په یوه رسمي مکتوب کې ویلي چې دا بیاکتنه د «شرعي اصولو او د نظام د پالیسیو» پر بنسټ شوې او ځینې مضامین پکې یا حذف شوي او یا هم اصلاح شوي دي.

په دې لیک کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین ضیاالرحمن اریوبي، په لاسلیک استول شوی، د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده‌ کړو مؤسسو رئیسانو ته ویل شوي چې د علماوو او شرعي متخصصانو تر څېړنې وروسته، ۱۸ مضامین د «شریعت او د نظام د پالیسۍ د مخالفت» له امله حذف شوي دي.

همداراز، د یاد مکتوب له مخې، ۲۰۱ نور مضامین به، چې «نسبي ستونزې» لري، د «نقد او اصلاح» په بڼه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې تدریس شي څو د طالبانو په وینا «د تعلیمي محتوا شرعي اصولو او د نظام پالیسي ته برابر» شي.

په لیک کې ټینګار شوی چې د پوهنتونونو او مؤسسو مسئولان مکلف دي چې استول شوي لستونه له اړوندو پوهنځیو او دیپارتمنتونو سره شریک کړي، د حذفي مضامینو عملي کول جدي وڅاري او د اصلاح شوو مضامینو د تدریس لپاره چمتووالی ونیسي.

ویل کېږي چې اکثره حذف شوي مضامین د سیاسي علومو، فلسفې، ټولنپوهنې او عامه ادارې او پالیسي د پوهنځیو دي.

دا هم ویل شوي چې طالبانو پوهنتونونو ته د ۶۰ نویو مضامینو د تدریس ویلي چې اکثره اسلامي او دیني دي.

د افغانستان اساسي حقوق، د ښځو ټولنپوهنه، ښه حکومتولي، بشري حقونه او ولسواکي، د دینونو تاریخ، د اخلاقو فلسفه، جنسي ځورونه او تعذیب، او په عامه اړیکو کې د ښځو ونډه، په شان مضامین یو مخ د پوهنتونونو له نصابه ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب