Homeخبرونهبریتانیا د م.م. د خوړو او کرنې د ادارې په همکارۍ د...

بریتانیا د م.م. د خوړو او کرنې د ادارې په همکارۍ د خوراکي امنیت لپاره ۱۰ میلیون پونډي پروژه پیل کړه

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) اعلان کړی چې د بریتانیا د حکومت په مالي ملاتړ په افغانستان کې د خوراکي امنیت او د کلیوالو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه پونډي پروژه پیل شوې ده.

د ګډ بیان له مخې، دا پروژه چې “د کرنیز معیشت د مقاومت لوړول” نومېږي، د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له ۱۵۱ زرو څخه زیاتو کسانو ته خدمات وړاندې کړي.

د دې پروژې موخه د بزګرانو، مالدارانو او بې‌ځمکو کارګرانو ملاتړ دی، څو تولید، عاید او د اقلیمي او اقتصادي شاکونو پر وړاندې مقاومت زیات کړي.

فاو یا د ملګروملتو د خوړو او کرنې اداره وايي، د دې پروژې په لومړي کال کې به د غنمو او لبنیاتو تولید لوړ شي، د اوبه‌خور سیستمونه به ورغول شي، بزګرانو ته به د لوړ کیفیت تخمونه ورکړل شي، او څاروي به د روغتیايي خدماتو او واکسین له لارې خوندي شي.

یادې ادارې ویلي، مېرمنې، په ځانګړي ډول کونډې او د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ، په دې پروګرام کې لومړیتوب لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې د چرګانو د روزنې کڅوړې، د مالدارۍ روزنیز پروګرامونه، او بازار ته د لاسرسي ملاتړ هغه اقدامات دي چې د یادو مېرمنو د تغذیې ښه والي او د عوایدو د لوړوالي لپاره برابر شوي دي.

د FAO استازی ریچارډ ترنچارد وايي: “دا پروژه د بزګرانو د مقاومت د زیاتولو لپاره لاره هواروي. ښه تولید، ښه تغذیه، ښه چاپېریال او په پایله کې ښه ژوند، زموږ د دې پروګرام څلور اساسي هدفونه دي.”

د خوړو او کرنې ادارې  زیاته کړې چې په تېرو دریو کلونو کې د دې ادارې له بیړنیو مرستو او د مقاومت له پروګرامونو څخه څه باندې ۳۰ میلیون کسان برخمن شوي دي.

د ګډ بیان له مخې، دا مرستې په هېواد کې د خوراکي امنیت د شدید بحران د کمولو لپاره اغېزمنې تمامې شوې دي.

د ” کرنیز معیشت د مقاومت لوړول” پروژه به “په افغانستان کې د کرنې او معیشت د دوامدار او عادلانه پرمختګ” له پروګرام سره یو ځای پراخ شي، چې دا د افغانستان د مقاومت کنسورشیم په مشرۍ د “افغان‌اید” موسسې له‌خوا تطبیقېږي.

ملګري ملتونه وايي، دواړه پروژې د دوامدارې کرنې د ترویج، د طبیعي افتونو د خطر د کمولو، او د زیان‌منونکو ټولنو د خوراکي امنیت د ښه کولو لپاره طرحه شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې د کرنې ملاتړ د افغانستان د خوراکي ناامنۍ او خوارځواکۍ د کمولو لپاره تر ټولو مؤثره لار ده، او دا ډول مرستو ته دوام ورکول د دوامدارو پایلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...