جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد م.م.اداره خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د ماشومانو د خوراځواکۍ شدیده...

د م.م.اداره خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د ماشومانو د خوراځواکۍ شدیده څپه راغلې

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو ستره څپه پیل شوې ده، او زیاته کړې یې ده چې تر ټولو زیاتو اړمنو افغان کورنیو ته د مرستې لپاره ۵۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

نژدې ۱۰ میلیون تنه، چې د افغانستان د نفوس څلورمه برخه جوړوي، د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي. له هرو درې ماشومانو یو یې د ودې له ځنډ سره مخامخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتوالی د بیړنیو خوراکي مرستو له کمښت سره تړاو لري، چې په تېرو دوو کلونو کې د نړیوالو مرسته‌کوونکو له لوري یې ملاتړ کم شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د اپرېل په میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د نړۍ تر ټولو بېوزله هیواد افغانستان ته د خوړو مرسته بنده کړه.

امریکا تر ټولو لوی مرستندوی و، چې تېر کال یې د نړیوال خوراکي پروګرام له ۹.۸ میلیارد ډالري بودیجې څخه ۴.۵ میلیارده ډالر برابر کړي وو. د پخوانیو امریکایي ادارو په باور، دا ډول مرستې د ملي امنیت لپاره مهمې وې، ځکه چې شخړې، بې‌وزلي، تندلاریتوب او غیرقانوني مهاجرتونه یې کمول.

په افغانستان کې خوراکي ناامني د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو افغانانو له ایستلو سره نوره هم پسې زیاته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې له ایران څخه ۶۰ زرو راستنو شویو افغانانو ته مرستې برابرې کړي، خو دا یوازې د هغو کسانو یوه برخه ده چې بېرته هېواد ته راځي.

د WFP د اړیکو افسر ضیاءالدین صافي ویلي: «اوسمهال WFP کافي بودیجه نه لري چې د ټولو مستحقو راستنېدونکو مرسته وکړي، او ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا شته څو له ایرانه راستنېدونکي ټول مستحق کسان وپوښي.»

نوموړي زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام د جنورۍ تر میاشتې پورې د افغانستان له بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره ۵۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اقلیمي بدلون هم د افغانستان پر خلکو، په ځانګړې توګه پر کلیوالو، سخت اغېز کړی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر، مطیع‌الله خالص، تېره اوونۍ ویلي و چې وچکالي، د اوبو کمښت، د کرنیزې ځمکې راکمېدا او ناڅاپي سېلونه د خلکو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب