جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهعمران خان په خیبرپښتونخوا کې د پوځ له لوري له عملیاتو سره...

عمران خان په خیبرپښتونخوا کې د پوځ له لوري له عملیاتو سره کلک مخالفت وکړ

تاند (دوشنبه، د زنمري/ اسد ۱۳ مه) د پاکستان تحریک انصاف بنسټ‌ګر او پخواني صدراعظم، عمران خان، د یکشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د هر ډول نویو پوځي عملیاتو پر ضد خبرداری ورکړ، او پر ځای یې له سیمه‌يیزو خلکو او ګاونډي افغانستان سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه.

عمران خان دا څرګندونې پر ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) خپره کړې او ویلي چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور ته یې “روښانه پیغام” استولی دی، او ویلي یې دي چې “په هیڅ صورت” باید په دې صوبه یا قبايلي سیمو کې بیا پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړل شي.

هغه زیاته کړه: “کله چې پوځ او ولس مخامخ شي، نو تر ټولو ډېر زیان خپله پوځ ته رسېږي.”
عمران خان وویل: “پوځي عملیات هېڅکله حل نه وي؛ مسئلې باید د خبرو اترو له لارې، د محلي دودونو په رڼا کې حل شي.”

هغه له افغانستان سره د اړیکو د ښه والي غوښتنه وکړه، او دغه هېواد یې یو “مسلمان ګاونډی” وباله، چې “ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.”

عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی.

هغه ته ګڼې دوسیې جوړې شوي چې د ده او د تحریک انصاف ګوند په وینا په سیاسي انګېزه د پوځ د فشار په نتیجه کې جوړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب