تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) په جرمني کې د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د پناه غوښتنو شمېر تر دې حده کم شوی چې د تېر کال په پرتله تر ۵۰٪ پورې ټیټ دی.
د جرمني رسنیو د پرونیو (شنبې) راپورونو له مخې، په دې هیواد کې د پناه غوښتنو شمېر د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په لړ کې د تېر کال د همدې مودې پرتله په محسوس ډول کم شوی.
د ویلت ایم سونتاګ “Welt am Sonntag” ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۳۰مې پورې د پناه ټولټال ۶۵٬۴۹۵ غوښتنې ثبت شوې دي. دا شمېرې د اروپایي اتحادیې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) له نا خپرې شوې احصایې څخه اخیستل شوې دي، چې له مخې یې د پناه غوښتنو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۳٪ کم شوی.
بلې رسنۍ “BILD”بیلد راپور ورکړی، چې په همدې موده کې د پناه یوازې ۶۱٬۳۰۰ نوې غوښتنې شوې دي.
د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د نوو غوښتنو شمېر تر ۷۰۰۰ کم وو، چې د ۲۰۲۴ د جون پرتله ۶۰٪ او د دوه کاله مخکې پرتله ۷۰٪ کمښت ښيي. دا شمېره د ۲۰۱۳ کال له مارچ راهیسې تر ټولو ټیټه میاشتنی ثبت شوې شمېره ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دابرینت چې د مسیحي ټولنیز اتحاد (CSU) غړی دی، دا شمېرې د خپلې جنجالي مهاجرتي تګلارې د بریا نښه بولي. نوموړي “BILD” ته په مرکه کې وویل:
“دا شمېرې د مهاجرت په سیاست کې د بدلون ښکاره بریا ښيي”،
او ژمنه یې وکړه چې د مهاجرت سیستم به له “سرو تر پښو” اصلاح کړي.
د مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) د اروپايي پارلمان غړې او د مهاجرتي چارو کارپوهې لینا دوپونت هم دا کمښت یو ستر بری وباله. هغې وویل چې د شمالي افریقا له کلیدي هېوادونو سره شوي موافقې د پناه غوښتنو د کمښت لوی لامل دی.
هغې همداراز وویل چې له درېیمو هېوادونو سره همکاري او د اروپایي سرحدونو د ساتنې ادارې Frontex هڅې هم په دې برخه کې اغېزمنې دي.
د جرمني او اروپا د پناه غوښتونکو اصلي هېوادونه:
د راپور له مخې:
- د يناه غوښتونکو شاوخوا ۲۲٪ افغانان دي،
- ۲۰٪ سوریایان دي،
- او ۱۱٪ ترکان دي.
روسان د پناه غوښتونکو پینځم لوی ملیت دی، چې له ټولې شمېرې تر ۳٪ ډېر تشکیلوي.
په ټوله کې، د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې، د اروپایي اتحادیې، ناروې او سویس په هېوادونو کې نژدې ۴۰۰٬۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنې کړې دي، چې د تېر کال په پرتله ۲۳٪ کمې دي.
په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو ستر ملیتونه دا وو:
- ونزویلایان: شاوخوا ۵۰٬۰۰۰،
- افغانان: نژدې ۴۱٬۰۰۰،
- سوریایان: شاوخوا ۲۳٬۰۰۰.