تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۴ مه) د ایکو سازمان اوولسمه غونډه د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۱۳مه د آذربایجان په “خانکندی” ښار کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د حکومت یوه جګپوړی پلاوي ګډون کړی و.
دا په ۲۰۲۱ کال کې د ېالبانو له بیا واک ته رسیدو راوروسته د ایکو سازمان په سرمشریزه کې د طالبانو لومړنی رسمي ګډون دی. د ازبکستان ولسمشر “شوکت میرضیایف” د طالبانو د استازو د ګډون هرکلی وکړ او ویې ویل:
«موږ افغانستان د ایکو سازمان له سیمې نه بېلېدونکې برخه بولو او له دې هېواده د یوه مهم سیمهییز اقتصادي او ترانزیتي لوبغاړي په توګه ملاتړ کوو.»
هغه که څه هم د روسیې له خوا د طالبانو د رسميت پېژندنې یادونه ونه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې باید د اکو غړي هېوادونه له افغانستان سره اقتصادي او بینادي همکارۍ پراخې کړي.
سرمشریې ته د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په خپله وینا کې د ایکو له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې له وروستي اقدام څخه الهام واخلي او د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغه وویل، د طالبانو د حکومت بهرنۍ تګلاره متوازنه او اقتصاد-محوره ده، او همدا سبب شو چې مسکو د رسميت پېژندنې پرېکړه وکړه.
د روسیې وروستی اقدام، چې د لومړني هیواد په توګه یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، د سیمې او نړۍ غبرګونونه پارولي دي. چین هم د دې پرېکړې هرکلی وکړ او له افغانستان سره یې د نړیوالو اړیکو د پراختیا ملاتړ وکړ. خو حاضر نه شو چې د مسکو په پل- پل کښېږدي. دا مهال داسی نښې ښکاري چې د ازبکستان په شان د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونه به د طالبانو حکومت په تدریج په رسمیت وپېژني.
ملا برادر د ایکو مشرانو ته وړاندیز وکړ چې اتلسمه سرمشریزه په کابل کې دایره کړي.