جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو اقتصادي معاونیت؛ افغانستان کې ۶ زره فابریکې فعالیت کوي

د طالبانو اقتصادي معاونیت؛ افغانستان کې ۶ زره فابریکې فعالیت کوي

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۷مه』د طالبانو د حکومت ‏د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، اوسمهال ټول هېواد کې ۶ زره فابریکې فعالیت کوي.

یاد معاونیت یاتوي، چې د دې فابریکو پر مټ افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او ۱۰۰ نورو برخو کې نیمه بشپړې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د طالبانو اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغو فابریکو ۷۵۰ ډوله توکي تولیدوي.

اوړه، غوړي، مالګه، درمل، اوسپنه، سیمنټ، فولاد، کیمیاوي، محصولات او نور هغه توکي دي چې تولیدیږي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه راز په یادو فابریکو کې شاوخوا ۱۳۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.

صنعت کارانو ته د ځمکو وېش، اړتیا وړ خام موادو برابرول، پر خامو موادو او ماشینرۍ یو سلنه تعرفه او ډېری برخو کې صفر ته ښکته کول، پر واردیدونکو توکو دوه برابره تعرفه وضع کول او د نندارتونونو جوړول نور هغه څه دي چې د طالبانو اقتصادي معاونیت یې د کورني صنعت د ودې او پرمختګ لپاره ګټور بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب