جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکریمي: افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوې

کریمي: افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوې

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۷مه』‏چین کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې په بیجینګ کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د ټرانس همالیا فورم پنځمه غونډه کې ګډون کړی دی.

سرچینې ویلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو سفیر دغه فورم د سیمه‌ییز اتصال، اقتصاد، اقلیم، انرژۍ او پانګونې لپاره ارزښتناک وباله او د عملي پایلو هیله یې څرګنده کړه.

بلال کریمي زیاته کړې، چې افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخله شوې او د ښه ګاونډ، پانګونې او سیمه‌ییزو همکاریو هرکلی کوي.

کریمي د همالیا فورم غونډه کې له بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې افغانستان ته راشي، وضعیت له نژدې وګوري او له فرصتونو ګټه واخلي او ډاډ یې ورکړ، چې د طالبانو حکومت د دوی خوندیتوب ته ژمن دی.

طالبان په هره مهمه ناسته کې بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو او ډاډمن امنیت ډاډ ورکړی دی.

د دوی د معلوماتو له مخې دمګړۍ په زیات شمېر بهرني شرکتونه او پانګوال افغانستان کې پانګونې ته لیواله شوي او ځینې عملا په پانګونه بوخت دي.

1 COMMENT

  1. بلال کریمی خو په کوران ډیر غوړ شوی دی. د هغه د ابتدا عکس وګوری ته وایی چی له کومی بانډې څخه راغلی وی اوس ورته وګوری چی څومره غوړ شوی. هر شپونکی چی په څوکی کشینی حتمی به غوړیږی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب