تاند「سې شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۷مه」د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د آمو سیند نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون، چې د دغه وزارت او آفچین شرکت تر منځ لاسلیک شوی وو لغوه شو.
دغه تړون د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی وو.
د قرارداد د لغوې لامل د قراردادي شرکت له خوا د ژمنو پرله پسې نقض ښودل شوی دی.
د یاد وزارت وياند همايون افغان وايي، د تړون د عملي کېدو څرنګوالی د ګډو کمېټو له لوري وڅېړل شو او وموندل شوه چې آفچین شرکت څو ځل له تړون سرغړونه کړې او خپلې ژمنې یې نه دي پوره کړي.
سرچینه زیاتوي، په همدې اساس د طالبانو د اقتصادي معاونیت د وړاندیز او د ریاستالوزراء د حکم له مخې، دا تړون فسخ شو.
د کانونو او پټروليم وزارت وایي، د تړون له فسخه کېدو وروسته به د حقوقي او تخنیکي ارزونو لپاره نړیوالو تجربه لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکړي، ترڅو د اړوندو اسنادو ارزونه او مالي تصفیه ترسره کړي.
د معلوماتو له مخې د آمو د نفتي حوزې مساحت ۵ زره کیلومتره مربع دی او د تیلو دغه زېرمې د سرپل په ۱۰ کیلومترۍ کې پرتې دي، چې ۸۲ کاله وړاندې کشف شوې دي.
TALIBS SPECIAL MULA SAHIB BROTHER MUST UNDERSTAND.
CHINESE COMPANY SPEND YOUR TIME, AND HAVE ECONOMIC PLANES TO GET WITH CHEAP PRICE AFGHANS MINERALS.
PLEASE TURN TO INDIAN AND OTHER COMPANY ,KUNER RIVER PROJECT AGREMENT WITH INDIA IS MUCH BETTER,
CHINA AND PAKISTAN ARE THE SAME FRIENDS THEY ARE NOT HONEST TO AFGHANISTAN