تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) تازه ترلاسه شوي اسناد ښيي چې د بریتانیا د پوځ د ځانګړو ځواکونو یوه افسر، د هغو ۱٬۵۸۵ افغانانو د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه شخصاً رد کړي چې له بریتانیايي قکوماندو ځواکونو سره یې باوري اړیکې لرلې.
دا اسناد، چې د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا دفاع وزارت (MoD) محکمې ته وړاندې کړي، ښيي چې دغه افسر، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، د ۲۰۲۳م کال په اوړي کې ټول هغه غوښتنلیکونه رد کړي وو چې هغه ته سپارل شوي وو. دا لړۍ په اسنادو کې د “چټک رد” په توګه یاده شوې ده.
د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، دفاع وزارت محکمې ته ویلي چې ښايي دا افسر د هغو احتمالي جنګي جنایتونو له روانې څېړنې سره تړاو ولري چې د SAS (د بریتانیا ځانګړې هوايي ځواک) له خوا د افغانستان په عملیاتو کې تر سره شوي دي.
دا اعتراف تر هغه وروسته وشو چې تېره اوونۍ BBC راپور ورکړ چې همدغه افسر – چې پخوا یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې – د هغو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي چې ښايي د یادو احتمالي جنګي جنایتونو شاهدان وو.
افغان ځانګړي سرتېري، چې د “ټریپلز” (Triples) په نوم یادېدل، په کلونو د SAS او SBS ځواکونو ملاتړ کړی و، او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخامخ وو.
خو له “ټریپلز” سره د باوري اړیکو لرونکو د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه رد شوي دي.
دا موضوع هغه مهال افشا شوه کله چې په بریتانیا کې یوه علني څېړنه پیل شوه، څو وڅېړي چې آیا د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال، هغه ځای چې “ټریپلز” هم حضور درلود، جنګي جنایتونه کړي که نه.
که افغان ځانګړي ځواکونه (ټریپلز) بریتانیا ته رسیدلي وای، ښایي د څېړنې لپاره شاهدان وای – خو دا څېړنه دا واک نه لري چې بهرني اتباع چې له هېواده بهر دي، مجبور کړي چې شهادت ورکړي.
نوي اسناد ښيي چې د دفاع وزارت چارواکو لا د ۲۰۲۲م کال دپه اکتوبر میاشت کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې UKSF افسران ښايي د هغو غوښتنلیکونو د ردولو تر شا وي چې له “ټریپلز” ځواکونو سره اړیکې لري.
د محکمې لپاره د شاهدۍ په یوه بیان کې، نټلي مور (Natalie Moore) چې د افغانانو د بیا مېشتېدو د ټیم مشره ده، لیکلي چې هغې ته دا اندېښنه پیدا شوې وه چې UKSF د “اتوماتيک رد” تګلاره پلي کوله.
اوس که دغه يونيم زر افغان غلامان يې بریتانیی ته راشي، ممکن د تورنو انګريزانو افسرانو سره يوځای محاکمه شي، د جرمي شریک په توکه يا لږترلږه په دې تور چې د انګریزي بادارانو په جنایتونو یی خوله چوپه کړی وه او دندې ته یی دوام ورکړی و.
لعنت په داسې بی ناموس بی غیرته وطنفروشو خاینو افغانانو چی اشغالګرو انګریزانو د افغانستان بیګناه ښځي ماشومان ملکيان وژل او دوی ورته کتل او سګي او سګدوي ورته کوله.
دې حراميانو به په قرآن هم لاسونه ايښي وو، تحلیف به يې هم کړی و چې دافغانستان او د افغانانو ساتنه به کوي.
هی شرميدلو!!!