پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهپاکستان د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په پار مرکز جوړ...

پاکستان د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په پار مرکز جوړ کړ

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي لومړۍ】افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د یو مرکز له جوړېدو خبر ورکړی.

صادق خان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرکز یې «د فدرال کنټرول خونې» په نوم جوړ کړی چې ۲۴ساعته خدمات وړاندې کوي.

نوموړي د دې مرکز جوړېدو موخه افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو پر مهال د هغوی ستونزو ته رسېدنه او ځواب ویلی دی.

د پاکستان له لوري دغه اقدام وروسته له هغې اخېستل کیږي چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار کابل ته سفر وکړ.

په دې سفر کې افغان چارواکو پاکستان کې له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خپله ژوره اندېښنه ورسره شریکه کړه او د هغوی ستونزو ته په رسېدنه یې ټینګار وکړ.

پرون یکشنبه د حمل ـ وري ۳۱مه د طالبانو د حکومت ‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بند خونو ۱۷۵ افغان بندیان تر ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار سپین بولدک د کمسیارۍ له قوله ویلي، راخوشې شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې له یوې تر درېیو ورځو په زندان کې ساتل شوي وو.

دغه کسان تر نوم لیکنې او د مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب