تاند (شنبه، د وري/ حمل ۳۰ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار نن (شنبې) په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیت او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ د زیاتولو په اړه خبرې وکړې.
پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د باندنیو چارو وزارت پر اساس راپور ورکړ چې اسحاق ډار د افغانستان له سرپرست صدراعظم ملا محمد حسن اخوند او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره ولیدل. په دې کتنو کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو ګټو اړوند مسایل وڅېړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د خبرو تمرکز د سیمې پر امنیت، د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراخوالي او د سرحدي اړیکو پر پیاوړتیا وو.
اسحاق ډار ټینګار وکړ چې د شخړو، په ځانګړې توګه د سرحدي مدیریت او امنیت اړوند مسلو حل کول ډېر ضروري دي، چې د سیمې د سوداګرۍ او اتصال لپاره لاره هواره شي.
نوموړي زیاته کړه: «پاکستان د ورور هیواد افغانستان پرمختګ او هوساینه غواړي.»
دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د داسې چاپېریال پر رامنځته کولو توافق وکړ چې د سیمهییزې سولې او ګډې سوکالۍ ملاتړ وکړي. دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د باور جوړونې او همکارۍ د ژورولو لپاره به د لوړې کچې تماسونو ته دوام ورکوي.
کله چې اسحاق ډار د کابل د بهرنیو چارو وزارت ته ورسېد، نو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي یې هرکلي وکړ. دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر ته وویل چې د افغان کډوالو د بشري حقونو د سرغړونو مخه دې ونیول شي.
پاکستاني لوري ژمنه کړې، چې له افغان کډوالو سره به ښه چلند کېږي او د هغوی جایدادونه او مالونه خوندي دي.
د ناستې په پای کې دواړو خواوو د ګډو کمېټو پر جوړولو او د ستونزو د حل لپاره پر مؤثرو لارو چارو هوکړه کړې.
همداراز ښاغلي اسحاق ډار مولوي امیر خان متقي ته پاکستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
پاکستان د طالبانو، ملګروملتو او د بشري حقونو د سازمانونو له غوښتنو سره سره د افغان کډوالو جبري ایستلو ته دوام ورکړی او یوازې یې په تېرو ۱۸ ورځو کې ۸۰ زره کډوال افغانستان ته استولي دي.
پاکستاني چارواکي چي پر قرآن کریم هم لاس کښېږدي او دا ووايي چي د افغانستان هوساینه غواړو، باید باور پر ونه سي..
ډار کابل ته راغلی و. هغه بې څښتنه شوي کابل ته راغلی و چی تر څلویښو کلو مخکی د کابل غرور، پرتم او ښایست د هر پاکستانی د سترګو اغزی و. لکه څرنګه چی جنرال حمید ګل د ربانی وخت کی د ارګ مشاور و او د کابل د ورانولو او د ټول افغانستان د لوټ امر یی ورته کاو او بیا حمید فیض راغی ، دا دی ډار هم کابل ته راغی. اوس کابل هغه ښایسته او سرلوړی کابل نه دی. اوس د غلام د غلامانو لاس کې نیمزاله دی او سا یې تنګه او اوسیدونکی یې متحرک مړي دي. میډیا وایی :… د افغانستان د باندنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر ته وویل چې د افغان کډوالو د بشري حقونو د سرغړونو مخه دې ونیول شي. …میډیا داهم وایی چی ډار متقی ته بلنه ورکړه چی پاکستان ته ورسی. باید ډار ته ویل شوی وای چی د افغانستان د محصولاتو د رسیدلو په ورځو کی باید لاری بندی نشی، باید افغانان توهین نشی، باید دافغانانو مغازی لوټ او ملکیتونه یې غصب نشی. خو ډار یورنګه همدا هدایت ورکاوه چی د نجونو مکتبونه بند وساتئ او د هلکانو له سکولونو مدرسی جوړی کړئ، منور خلک پټ پټ ترور کړئ او د افغان ملی اردو پخوانی ځوانان له منځّه یوسئ. طالبان باید پوه شي چې د ډار دا فرمایشونه نور هم د طالبانو د بد نامی سبب کیږی. اسلامی امارت دی سر ورته خوځوی خو منل یی مناسب ندی. د پاکستان فرمایشونه د افغانستان په زیان دی
لعنت دی په هغه چا شی تر اوسه یی پاکستانی چارواکی پیژندلی ندی او باور پری کوی.