تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) ناروې د خپلو ښایسته منظرو، د وچې او سمندر ترمنځ د حیرانوونکو، تنګو او ژورو ننوتو او راوتلو برخو، او بې شمېره نورو طبیعي ښکلاوو په خاطر مشهوره ده.
دا هیواد په دې هم مشهور دی چې خلک یې طبعیت ته ډېر درناوی کوي. خو که تاسو د دې هېواد شمال ته د سفر نیت لرئ او غواړئ د یاکوبسِلفا سیند ته نژدې، چې د ناروې او روسیې ترمنځ د پولې یوه برخه جوړوي، کمپ ووهئ، نو باید دا خبرداری جدي وګڼئ.
که ناروې ته سفر کوئ، هیڅکله هم د روسیې لوري ته د ادرار کولو فکر مه کوئ، ځکه ښایي له درنې جریمې سره مخامخ شئ چې اندازه یې ۳۱۵ یورو (نژدې ۲۶ زره افغانۍ) ده.
د روسیې خوا ته ادرار مه کوئ!
په یوه لوحه کې، چې د نامعلومو کسانو له خوا ګرنس یاکوبسِلفا (Grense Jakobselva) کلي ته نژدې د سرحدي سیمې په تفریحي ځای کې نصب شوې، دا خبرداری ورکوي چې: «روسیې خوا ته ادرار کول منع دي.»
که څه هم دا خبرداری په لومړي سر کې ټوکه ښکاري، خو د ناروې د سرحدي چارو کمېشنر، ینس-آرنه هویلوند، تایید کړې چې دا کار کېدای شي د ۳۱۵ یورو جریمې سبب شي.
د ناروې «بارنتس آبزرور» ورځپاڼې د راپور له مخې، ښاغلي هویلوند وضاحت ورکړی چې د ناروې قوانین په ښکاره ډول وايي: «په پوله کې د ګاوندي هیواد یا د هغه د چارواکو پر وړاندې هر ډول سپکاوی منع دی.»
په دې حالت کې، د ګاوندي هیواد پر لور ادرار کول بېاحترامۍ یا پاروونکی اقدام تعبیرېدلای شي.
که څه هم ښاغلي هویلوند ومنله چې «په طبیعت کې ادرار کول په خپله سپکاوی نه دی»، خو ټینګار یې وکړ چې «هر څه په نیت پورې اړه لري» او تر ټولو مهم دا چې دا کار په کوم ځای کې ترسره کېږي.
دا سرحدي سیمه د نظارتي کامرو تر څار لاندې ده څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې قانون سرغړونه نه کېږي.
د روسیې مشهور سوداګر، میخائیل خودورکوفسکي، چې په ټولنیزو رسنیو کې ځان د روسیې د اپوزیسیون مشر، اصلاحغوښتونکی او پخوانی سیاسي بندي معرفي کوي، د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې، یعنې شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، پر ایکسپاڼه لیکلي و:
Norway’s border with Russia is the northernmost, the most stable part of the NATO-Russia frontier.The Norwegians want to keep it that way and recently have sharpened existing restrictions. You can get fined for touching 🇷🇺, throwing stones at it, and now also peeing toward it. 🤣 pic.twitter.com/bnsrrpULI0
— Mikhail Khodorkovsky (@khodorkovsky_en) March 29, 2022
«د ناروې او روسیې پوله تر ټولو شمالي او همداراز د ناټو او روسیې ترمنځ د پولې تر ټولو باثباته برخه ده. د ناروې چارواکي غواړي دا ثبات وساتي، او اوسني محدودوونکي قوانین یې لا سخت کړي دي. اوس، نه یوازې دا چې د روسیې خاورې ته لاس اچول یا د روسیې خواته ډبرې غورځول منع دي او جریمه لري، بلکې حتی روسیې ته ادرار کول هم جریمه لري! 🤣»
کله چې د ناروې د سرحدي چارو له کمېشنر څخه د دې عمل د احتمالي سزا پوښتنه وشوه، هغه وویل چې دا پرېکړه به پولیس کوي.
نورې جریمې
دا لومړی ځل نه دی چې داسې عمل، چې بېضرره ګڼل کېږي، جریمه لري. په یوه پېښه کې، یوې ښځې د دې لپاره نژدې ۹۰۰ یورو جریمه ورکړه چې لاس یې د سیند د اوبو د بهیر څخه هاخوا، د پولې لور ته اوږد کړی و.
آیا مسلمانانو کی همسایه داسی احترام شته؟ هو! پیامبر ص وایی: هر کله چی ښوروا پخوی نو اوبو پکی زیاتې واچوی تر څو ستاسو همسایه ته هم څه ورسی (ولو که ستاسو همسایه یهودی هم وی). خو مونږه مسلمانان داسی ډیر احادیث اوریدلی او خبر هم یاسته چی څنګه د یو کس یا یوه انسان احترام وکړی ول په تاسف سره چی ډیرو کسانو چی ځان مسلمان وایی اوږده ږیره هم لری خو د هغوی خبری، د هغوی خوی او فکر د څناورانو په شان دی. ډیری خلکو ته، ملیت او د نورو وګړو اقلیتونو مذاهبو ته توهین او رد او بد وایی برعکس ځانونه ډیر هوښیار او مسلمانانو بولی لکه اکثر د طبان او مشران یی ـ