جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاروپايي اتحادیه د افغانستان له روغتیايي سیکتور سره نژدې ۱۰۰ میلیون یورو...

اروپايي اتحادیه د افغانستان له روغتیايي سیکتور سره نژدې ۱۰۰ میلیون یورو مرسته کوي

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) اروپايي اتحادیې پرون (دوشنبې) د نړیوالې روغتیا ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د عامې روغتیا د وضعیت د ښه والي لپاره پر خپلې اوږدمهالې ژمنې ولاړه ده، او اعلان کوي چې د یو لړ روغتیایي پروګرامونو د پلي کولو لپاره ۹۷ میلیون یورو به د افغانستان لپاره ځانګړي کړي.

اروپايي اتحادیې په هغه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه، ویلي چې دغه مرسته به د نړیوالو ادارو په همکارۍ پلي کېږي، چې پکې د نړیوال روغتیا سازمان (WHO)، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (UNICEF)، د نفوس صندوق (UNFPA)  او په افغانستان کې یو شمېر نور فعال بشرپال بنسټونه شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «اروپا اتحادیه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او ژمنه ده چې د خلکو د عاجلو روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو او د ټول هېواد په کچه د خلکو د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي.»

د دغو مرستو یو مهم تمرکز د ذهني روغتیا پیاوړتیا او د مخدره موادو د ناوړه استعمال پر ضد مبارزه ده. اروپايي اتحادیه به په افغانستان کې د نړیوال روغتیا سازمان له دفتر سره په ګډه، د هغو زرګونو ناروغانو ملاتړ وکړي چې له رواني ناروغیو او اعتیاد سره مخامخ دي — دا هغه ستونزې دي چې د کلونو جګړو او اقتصادي کړکېچونو له امله ډېرې زیاتې شوې دي.

اروپايي اتحادیې همداراز ویلي، چې د افغانستان د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا لپاره به له نړیوال روغتیا سازمان سره په ګډه کار وکړي، څو هېواد د سرطاني ناروغیو او نورو نه انتقالېدونکو ناروغیو پر وړاندې مبارزې ته چمتو شي، او همداراز د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي ظرفیت لوړ کړي.

د نجونو، میندو، او ماشومانو مهمو اړتیاوو ته په پام، اروپايي اتحادیه د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق په همکارۍ هغو سیمو ته چې روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی لري، د مور او ماشوم د پاملرنې، د تولید مثل روغتیا، او د تغذیې بشپړ خدمات برابروي.

همداراز، د اروپايي اتحادیې استازولۍ په کابل کې ویلي چې له یونیسف سره په ګډه به د تغذیې، پاکو اوبو، حفظ الصحې، او روغتیايي خدماتو پروګرامونه تمویل کړي، څو زیانمنو ټولنو ته — په ځانګړي ډول ماشومانو او میندو ته — بنسټیز خدمات ورسوي.

اروپايي اتحادیه ټینګار کوي، چې د مؤثر روغتیایي سیستم جوړېدل له ماهر بشري ځواک پرته امکان نه لري. له همدې امله به دا اتحادیه له ایمرجنسي خیریه بنسټ سره په همکارۍ سلګونه ډاکټران، جراحان، د ماشومانو متخصصان، د بېهوښۍ متخصصان، د ښځو متخصصان، قابله‌ګانې، او نرسانې وروزي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د جګړو د لسیزو او د ماینونو د ناورینونو له امله، اروپايي اتحادیه به د «هیومنټي اینډ انکلوژن» ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې له کمېټې سره په ګډه، زرګونو معلولیت لرونکو کسانو ته د فزیکي بیا رغونې پروګرامونه پیاوړي کړي.

په پای کې، اروپا اتحادیې ویلي چې د افغانستان د دوامدارو بشري او روغتیايي بحرانونو، په تېره بیا پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د زیاتېدو په شرایطو کې، دا اتحادیه به خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو ټولو خلکو ته د برابرو روغتیايي خدماتو لاسرسی یقیني شي، او د هېواد زیانګالی روغتیایي سیستم لا پیاوړی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب