تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځې تجهیزاتو د ستونزې په اړه خبرې وکړې.
پاکستان د امریکا دا غوښتنه بدرګه کوي چې باید له طالبانو هغه وسلې واخیستل شي چې امریکايي پوځیان د ۲۰۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د وتلو په مهال په دې هیواد کې پرېښودې.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دواړو چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د امنیت، او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې، او په ځانګړي ډول یې په افغانستان کې پر بدلېدونکي وضعیت تمرکز وکړ.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي: «وزیر روبیو ومنله چې د افغانستان په خاوره کې د پاتې امریکایي پوځې تجهیزاتو ستونزه باید حل شي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلیو روبیو او ډار د ټیلفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني چارواکو بیا بیا له واشنګټنه غوښتي چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا او ناټو له وتلو وروسته په افغانستان کې د پرېښودل شوو لویو پوځې وسایلو په تړاو اقدام وکړي.
تېره میاشت، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې متحد ایالتونه ښايي هڅه وکړي چې ځینې پاتې وسلې بېرته ترلاسه کړي، خو زیاته یې کړه چې «د دغو وسلو ډېری اوس زړې شوي دي.»
په افغانستان کې د جمهوري حکومت په مهال هم پاکستان په ځلونو له امریکا څخه غوښتي وو چې افغانستان ته درنې وسلې ورنه کړي او ملي اردو یې پراخه نه کړي.
ترمنافقستانه بل ذلیل ، منافق ، بېشرمه او سپین سترګی دښمن نشته .
ډار بچو خیال پلونه وهه او ګوړه ، ګوړه لره ، خوله به دې خوږه وي .