تاند (د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې، د یوه پیک اپ موټر چلوونکی وروسته له هغې چې د موټر چلولو پر مهال یې سور (ډېر تود) څښاک په پتلون توی شو او بد وسوځېد، پر سټاربکس حقوقي دعوه وکړه او په نتیجه کې یې ۵۰ میلیون ډالره تاوان ترلاسه کړ.
د اسوشیټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د محکمې اسناد ښیي چې د لاس انجلس منصفه پلاوي د جمعې په ورځ د دې سړي په ګټه، چې مایکل ګارسیا نومېږي، پرېکړه کړې ده.
دغه پیرودونکي وروسته له هغه چې د سټاربکس له پلورنځي څخه یې د “ونټي” یا ۲۰ اونسو په اندازه چای اخیستی و، او په ځان یې توی شو، سخت وسوځېد، سمدلاسه د پوستکي پیوند او نورو درملنو ته مجبوره شو. د مایکل ګارسیا د وکیلانو په وینا، هغه د بدن د سوځېدلې برخې داغ د تل لپاره پاته کېږي.
ګارسیا د سټاربکس د بېاحتیاطۍ له امله شکایت کړی و او په هغه کې ویل شوي و چې د پلورنځي کارکوونکي د چایو لوښی پر پتنوس سم نه و ایښی.
د ګارسیا یوه وکیل نیک رولي، په یوه بیان کې وویل: “د منصفه پلاوي دا پرېکړه یو مهم ګام دی چې سټاربکس د پیرودونکو د خوندیتوب په اړه د ښکاره بېپامي او د مسوولیت نه منلو لپاره مسئول وګڼل شي.”
سټاربکس اعلان وکړ چې له ګارسیا سره خواخوږي لري خو د دې پرېکړې په وړاندې د اعتراض نیت لريسټاربکس شرکت په یوه بیان کې رسنیو ته وویل: “موږ د منصفه پلاوي له پرېکړې سره چې موږ د دې پېښې مسوول یو، مخالف یو او باور لرو چې غوښتل شوی تاوان له حده زیات دی.”
هغه زیاته کړه چې شرکت “د تودو څښاکونو د وړاندې کولو پر مهال د لوړو خوندیتوب معیارونو ته ژمن دی.”
په متحده ایالاتو کې رستورانتونه مخکې هم د پیرودونکو د سوځېدنو له امله له شکایتونو سره مخامخ شوي دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې په یوه مشهوره قضیه کې، د نیو مکسیکو منصفه پلاوي یوې ښځې ته نژدې ۳ میلیونه ډالره تاوان ورکړ چې د مکډونالډ رستورانت د سرویس موټر کې د قهوې د پیالې د خلاصولو پر مهال سوځېدلې وه. البته، بل قاضي وروسته دا پیسې راکمې کړې او قضیه په پای کې په لږ تر لږه ۶۰۰ زره ډالره تاوان حل شوه.
ځینې وختونه منصفه پلاوي د رستورانتونو په ګټه پرېکړه کړې ده، لکه په یوه بله قضیه کې په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې په هغه کې یوه ماشوم د مکډونالډ قهوه په ځان توی کړه خو مکډونالډ محکوم نه شو.